1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

ازبکستان د افغانستان د سولې د خبرو د کوربه توب وړاندیز وکړ

۱۳۹۷ فروردین ۷, سه‌شنبه

ازبکستان د سه شنبې په ورځ د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو د کوربه توب وړاندیز وکړ. له دې سره تاشکند غواړي چې ځان د سیمې په چارو کې د یوه مهم لوبغاړي په توګه مطرح کړي.

https://p.dw.com/p/2v4OK
Soldaten der usbekischen Armee
انځور: picture-alliance/dpa

ازبکستان غواړي له دې سره په نړیواله کچه خپل موقف پیاوړی کړي. دا د دې هیواد د نوي ولسمشر شوکت میرزایوف، د ستراتیژۍ برخه ده چې غواړي په دې ترتیب سره خپل هیواد ته نړیوالې پانګې جلب کړي.

د ازبکستان ولسمشر په تاشکند کې د افغانستان د سولې کنفرانس ګډونوالو ته وویل: «موږ چمتو یو چې د سولې د بهیر په هر پړاو کې ټول اړین شرایط رامنځ ته کړو، څو د ازبکستان پر خاوره د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ مستقیمې خبرې اترې تنظیم کړو.»

په دې کنفرانس کې د شلو هیوادونو استازو ګډون کړی وو چې په کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر او د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو مسووله هم شامله وه.

شوکت میرزایوف په ۲۰۱۶ کال کې د اسلام کریموف تر مړینې وروسته واک ته ورسید. د کریموف د واکمنۍ پر مهال د لویدیځو هیوادونو او تاشکند اړیکې ښې نه وي او ډیر وخت پر دغه هیواد باندې د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو له کبله نیوکې کیدې.

د افغانستان د سولې په اړه د نورو نړیوالو کنفرانسونو په څیر، طالبانو د تاشکند په کنفرانس کې هم ګډون نه لره او له دې کبله د دې امکان چې دغه کنفرانس د خبرو اترو میز ته د طالبانو د راتلو لامل شي، ډیر نه دی. خو کارپوهان وايي چې ولسمشر غني په دې کنفرانس کې هڅه وکړه چې د افغانستان د سولې له بهیر څخه سیمه ییز ملاتړ لا پسې پیاوړی کړی.

ولسمشر غني تیره میاشت په کابل کې اعلان وکړ چې که طالبانو د سولې خبرو ته حاضر شي نو افغان حکومت به دغه ډله د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپیژني او آن د اساسي قانون د بدلولو په اړه به هم بحث وکړي.

طالبانو لا په رسمي توګه د افغانستان د سولې وروستي وړاندیز ته ځواب نه دي ویلی خو تر دې مخکې دغې ډلې د کابل د سولې وړاندیزونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې یوازې له امریکایانو سره خبرو ته چمتو دي.

له بله اړخه ازبکستان، د مرکزي اسیا نور هیوادونه او روسیه غواړي چې د افغانستان د سولې د بهیر له کامیابي سره په افغانستان کې د جګړې تمرکز هغو ډلو ته واړوي چې له اسلامی دولت سره یې خپل بیعت اعلان کړی دی. په دغو ډلو کې د ازبکستان د اسلامي غرځنګ یو شمیر جنګیالي هم شامل دي چې له کلونو راهیسې په افغانستان کې میشت دي او په وروستیو وختونو کې یې خپله وفاداري اسلامي دولت ته اعلان کړې ده.

د افغانستان د چارو کارپوه زیګفرید او والف، دویچه ویله ته وویل: «ازبکستان پوهیږې چې د اسلامپاله افراطي مخالفینو اصلې برخه یې په افغانستان کې ده او له همدې کبله له طالبانو سره د سولې له راتلو سره لیوالتیا لري چې د دغو ډلو پر ضد مبارزه وشي.»

په عین حال کې د مرکزي هیوادونو له پاره په افغانستان کې او یا هم د افغانستان په ګډون د لویو اقتصادي او ترانزیتي پروژو امنیت هم لوړ اهمیت لري. یو شمیر کارپوهان هیله څرګندوي چې دغه راز پروژې د افغانستان د سولې له بهیر سره هم مرسته کولای شي خو له ویدرو ویلسن څیړنیز مرکز څخه د افغانستان د چارو کارپوه مایکل کوګلمن، وايي چې که طالبان پخپله له سولې سره لیوالتیا و نه لري نو د اقتصادي پروژې په دې برخه کې کوم خاص نقش نه شي لوبولی.

هغه زیاتوي: «اقتصادي پروژې د هیوادونو تر منځ د اعتماد د رامنځ ته کولو په برخه کې مهمې دي خو که طالبان وغواړي چې جګړې ته دوام ورکړي نو دغه راز پروژې کومه ګټه نه شي لرلی.»