1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ازبکستان د افغانستان په موضوع کې د روسیې د موقف ملاتړ کوي

۱۳۹۶ فروردین ۱۶, چهارشنبه

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزایوف، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدنې پر مهال ویلي چې هیواد به یې د افغانستان په اړه د روسیې د موقف ملاتړ او له هغه سره مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/2ajQf
Schawkat Mirsijojew Premierminister Usbekistan
انځور: picture-alliance/dpa/Sputnik/A. Druzhinin

ولسمشر میرزایوف د چهارشنبې په ورځ د سنت پیترزبورګ تر برید وروسته د «ډیرو سختو تدابیرو» غوښتنه کړې ده. هغه روښانه کړه چې هیواد یې د امنیت په برخه کې له مسکو سره نزدې همکاري ته چمتو دی. 

ازبکي ولسمشر په ځانګړې توګه د افغانستان موضوع ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې تاشکند د افغانستان په اړه د مسکو د موقف هر اړخیز ملاتړ کوي.

په وروستیو وختونو کې افغان او امریکایي چارواکو د روسیې او افغان طالبانو نزدې کیدو ته اشاره کړې او روښانه کړې یې ده چې کیدای شي مسکو له دې یاغي ډلې سره مرستې کړې وي. کارپوهان وایي چې د اسلامي دولت ډلې د فعالیتونو د پراخیدو ویرې او د مرکزي اسیا هیوادونو ته د دې ډلې له خوا د ګواښونو احتمالي رامنځ ته کیدل ښايي د دې نزدې والي تر شا اصلي هدف وي.

له بلې خوا بیا د جنبش اسلامي ازبکستان ترهګرې ډلې غړي هم په افغانستان کې میشت دی چې له ډیر وخت راهیسې د افغان حکومت او نړیوالو ملاتړو پر ضد یې جنګیږي.