1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ازبکستان: د انديجان د مظاهره کونکو محاکمه

حسن »بری«۱۳۸۴ آذر ۱۷, پنجشنبه

د بشر د حقوقو د نړيوالې ټولنې )هيومن رايټس واچ( د راپورله مخې، دوه اونۍ مخکې، د ازبکستان سترې محکمې، ټول هغه پنځلس تنه تورن وگړی يا متهمين چي په انديجان کی د روان هجری لمريز کال د غويي يا ثور د مياشتې د زورزياتي عملونوپه ارتباط دعوی پرې شوې وه، د يوې ښکاره يا علني محکمې په ترڅ کي، کومه چي د نړيوالومقياسونوله مخې له عدالت اوصداقت نه ليرې وه، گناهکار وگڼل. دغه پنځلس تنه نران په له څوارلسو نه تر شلو کلونو حبس باندی مح

https://p.dw.com/p/DMrv
انځور: dpa

�وم شول. د )هيومن رايټس واچ( د اروپا او مرکزی آسيا د څانگې مديره هولی »کارټنر« وائي:» دغه پايله يا نتيجه د اټکل وړ وه. تورن وگړو د ځان د دفاع لپاره سم امکانات نه درلودل او دغه محکمه په هيڅ ډول سره خپلواکه نه وه.«