1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ازبکستان له افغانستان څخه د ورتلونکو الوتکو پروازونه ځنډولي

۱۳۹۸ اسفند ۱۲, دوشنبه

د رويټرز خبري آژانس د رپوټ په حواله  ازبکستان د خپلو الوتکو پروازونه افغانستان، ايران او ايټاليا ته درولي دي. د دغه اقدام موخه، د منځنۍ آسيا په هيوادونو کې د کرونا ويروس د خپريدو څخه مخنيوی ښودل شوی دی.

https://p.dw.com/p/3YiMK
Ukraine Coronavirus Evakuierung ukrainische Staatsbürger aus Wuhan
آرشيفانځور: picture-alliance/dpa/A. Ratmirov

د رويټرز خبري آژانس د دوشنبې ورځې (د مارچ دوهمه) رپوټ کې راغلي چې د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې یادو درو هيوادونو ته یې پروازونه، د منځنۍ آسيا په هيوادونو کې د کرونا نوي ويروس د خپريدو د مخنيوي په موخه درولي دي.

ايټاليا او ايران دوه هغه هيوادونه دي چې د کرونا ويروس پيښې په کې نسبتاً ډيرې ثبت شوي دي. د پرون ورځې رپوټونو له مخې په ايټاليا کې ۱۱۲۸ تنه پر کرونا ويروس اخته شوي چې له دې ډلې څخه ۲۹ تنه يې مړه شوي دي.

پرون، یکشنبه پاکستان هم اعلان وکړ چې افغانستان سره يې له خپلو دوو پولو څخه يوه (چمن/سپين بولدک) تړلې ده. ظاهرا پاکستان هم دغه اقدام د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي په موخه کړی دی. پاکستاني چارواکو پرون ويلي وو چې د چمن/سپين بولدک لاره به د يوې اوونۍ له پاره تړلې وي، خو د طورخم دروازه به په خپل حال پرانیستې پاتې وي. پاکستاني چارواکو دغه راز ويلي وو چې ايران سره يې هم خپلې پولې تړلي دي.

د رپوټونو په حواله په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۹۰ زره کسان پر کرونا ويروس اخته شوي چې له دې ډلې د ۳ زرو په شاوخوا کې يې مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې دغه ويروس په چټکۍ سره د نړۍ هيوادونو ته رسيږي او د مبتلايانو او تلفاتو شمير يې هم د تغيیر په حال کې وي.