1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسامه بن لادن مړ دی که ژوندی که ژوندی وی چيرته دي؟

۱۳۸۹ مهر ۲۷, سه‌شنبه

له کابو نهو کلونورا په دي خوا د القاعدي د مشري درک نه شته چي چيرته پټه ده. خو اوس د يوی امريکايي تلويزوين شبکي د معلوماتو له مخي اسامه بن لادن او د هغه مرستيال ايمان الظواهري ښایی د پاکستان په شمال لويديځ کي چيرته پټ وي

https://p.dw.com/p/PhLM
اسامه بن لادن له خپل مرستيال ايمان الظواهري سره يو ځاي په يوه پخواني انځور کي ليدل کيږي
اسامه بن لادن له خپل مرستيال ايمان الظواهري سره يو ځاي په يوه پخواني انځور کي ليدل کيږيانځور: ap

هغه وختونه چې اسامه بن لادن او د هغه مرستيال ايمان الظواهري به په غارونو او سمڅو کې پټېدل، ويل کيږي اوس تېر شوي دي. دغه خبره د امريکا د متحده آيالتونو د سي ان ان چېنل د افغانستان د چارو کارپوهې باربره ستار کړې ده. هغه دغه خبره د ناټو د يو جګپوړي چارواکي د خولې کوي.

«نوموړی وايي: دا چې اسامه بن لادن او ايمان الظواهري به په سمڅو کې ژوند کاوه، نور زیاتی تاريخ دی.»

اسامه بن لادن او مرستيال يې له پولې ها خوا د پاکستان شمال لويديځ ته وراوښتي دي. هلته بن لادن او د القاعدې مشرتابه په نسبتا آرام ډول په کورونو کې اوسيږي او د سيمه يزو جنګياليو او د پاکستان د څارګرې ادارې آي اس اي د کارپوهانو لخوا ساتل کيږي.

د امريکا متحده آيالتونه له ډېرې مودې راهيسې اټکل کوي چې دغه اداره هم د القاعدې له شبکې او هم له طالبانو څخه ملاتړ کوي. ويل کيږي چې بن لادن په تېرو څو کالونو کې وار په وار د پاکستان په شمال لويديځ کې خپلو پټنځايونو ته تغيير ورکړی دی. يوه موده يې د چين پولې ته څېرمه په غرنيو سيمو کې ژوند کړی دی. اوس وخت د ترهګرۍ د مشر پټنځای د پاکستان په کرم دره کې راپه ګوته شوی دی. دغه خبره د کار پوهی بابره ستار له خوا شوی ده: «د کرم دره د افغانستان پولې ته څېرمه او د بن لادن د تورې بوړې پخواني او په سمڅو کې دننه پټنځای ته نژدې ده. له دغه ځای څخه دی له ۲۰۰۱ کال وروسته پاکستان ته وراوښتی دی.»

د هغه مرستيال الظواهري هم ورسره تللی دی. بن لادن او الظواهري په يو نژدې ځای کې سره اوسيږي، خو کور يې شريک نه دی. دا د دې لپاره چې د القاعدې مشرتابه په يو وار د امريکې د بې پيلوټه الوتکو په يو بريد کې د منځه يونه وړل شي. دغه خبره د ناټو استازي سي ان ان ته کړې ده.

د سي ان ان چېنل لخوا د افغانستان او د پېنتاګون د چارو کارپوهې باربره ستار ټينګار وکړ چې ‍معلومات يې د ناټو له يو جګپوړي استازي څخه اخيستي دي چې د اطلاعاتو د تر لاسه کولو تر ټولو ښه امکانات لري.

دغه اطلاعات چې ښايي د ناټو لخوا ورکړل شوي د لومړي لاس معلومات وي، په واشنګټن کې د څارګرو ادارو له اټکلونو سره سمون خوري. دغه ادارې پاکستان، چې ډېرې غرنۍ سيمې، ډېرې ښې د کشتيو او الوتکو د تګ راتګ لارې او داسې يوه څارګره اداره لري چې شک ورباندې کيږي، د القاعدې لپاره تر ټولو ښه د پټېدو ځای او د القاعدې د فعاليتونو تر ټولو مهمه اډه بولي. د يولسم سپتمبر د بريدونو ټول مهم طرحه کونکي له رمزي بن الشيب نيولې تر خالد شيخ محمده پورې، په پاکستان کې ونيول شول.

رالف سینا/ نسیم صابر

کتونکی عبدالباري حکيم