1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسانج په لندن کي د اکوادور سفارت ته پناه وړې ده

۱۳۹۱ خرداد ۳۱, چهارشنبه

د ویکيلیکس ویبپاڼي مسئول جولیان اسانج، په اکوادور کي د سیاسي پناه غوښتنه کړې ده. اسانج اوس په لندن کي دئ او کیدای سوای چي د جنسي جرمونو په تور سويډن ته استول سوی وای.

https://p.dw.com/p/15ICB
انځور: AP

اسانج اوس په لندن کي د اکوادور په سفارت کي دئ. هغه د دې هیواد سفارت ته د سیاسي پناهنده گۍ عریضه ورکړې ده. تر دې یوه اوونۍ مخکي د بریتانیا ستري محکمې د اسانج هغه غوښتنه چي دی باید سویډن ته وا نه ستول شي، رد کړې وه.

پر اسانج باندي تور دئ چي په ۲۰۱۰ کال کي ئې په سويډن کي پر دوو ښځو جنسي جرمونه کړي دي.

په انگلستان کي د اکوادور سفارت ویلي دي چي اوس دوی د اسانج ملاتړ کوي. د دې سفارت له خوا په یوه خبره شوې بیانیه کي راغلي دي: «اوس موږ د ښاغلي اسانج د سیاسي پناهنده گۍ عریضه څېړو. تر هغه وخته پوري چي زموږ څېړني پای ته رسیږي ښاغلی اسانج به په سفارت کي پاته شي او موږ ئې ملاتړ کوو.»

په بيانيه کي زیاته شوې ده چي د اسانج د سیاسي پناه غوښتني د عریضې څېړنه باید په هیڅ صورت کي داسي تعبیر نه شي چي د اکوادور هیواد د سویډن د قضایي ادارو په پریکړو کي مداخله کوي.

دا چي د انگلستان ستري محکمې د اسانج عریضه رد کړې ده په دې معنی ده چي هغه نور په دې هیواد کي داسي سازمان نه لري چي ورته خپله عریضه وړاندي کړي. د هغه وروستی چانس د اروپا د بشري حقونو محکمه ده چي په فرانسه کي ده.

اوس د اسانج وکیلان د رواني جون میاشتي تر ۲۸ نېټې پوري وخت لري چي دې محکمې ته خپله عریضه وړاندي کړي.

«بېله قید او شرطه»

اکوادور په ۲۰۱۰ کال کي اسانج ته بې له کوم قید او شرطه د دایمي اوسیدو وړاندیز کړی وو. د دې هیواد د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال هغه وخت ویلي ول: «موږ چمتو یو چي اسانج ته پرته له کوم قید او شرطه د دایمي اوسیدو اجازه ورکړو.»

هغه ویلي ول، چي اسانج کولای شي چي په اکوادور کي نه یوازي د انترنيت له لاري، بلکي له نورو لارو هم خپلو افشاکونو ته دوام ورکړي. د اکوادور چپي دولت له وینزویلا سره نزدې اړیکي لري او ډیر وخت ئې له متحده ایالاتو سره اړیکي ښې نه وي.

اسانج د لومړي ځل له پاره په ۲۰۱۰ کال کي ډیر مشهور سو. هغه وخت د ده ویب پاڼي داسي یوه ویډیو خپره کړه چي پکښي په عراق کي امریکايي ستري له یوې څرخي الوتکي څخه د رویترز پر دوو خبریالانو د ډزو کولو پر مهال ښودل شوي ول.

ترهغه وروسته بیا ویکيلیکس شاوخوا۲۵۰۰۰۰ امریکایي پټ اسناد افشا کړل. اوس په متحده ایالاتو کي هغه سرتیری چي اسانج ته، د امریکایي اسنادو په ورکولو باندي تورن شوی دئ د محاکمه کیدو په حال کي دئ.

اسانج تر دې مخکي ویلي ول، چي که هغه سویډن ته واستول شي، نو کیدای شي چي دغه هیواد هغه امریکا ته واستوي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل