1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

استخباراتي راز افشا کوونکي خپل هويت بربنډ کړ

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ خرداد ۲۰, دوشنبه

د امریکا د بهرنۍ استخباراتي ادارې(CIA) یوه پخواني کارکوونکي ویلي دي چې د دغي ادارې د څارنیزو پروګرامونو په اړه يې رسنیو ته معلومات ورکړي ول. دغه وګړی اوس هانګانګ ته تښتیدلی دی.

https://p.dw.com/p/18mio
###ACHTUNG!!! AUSSCHLIESSLICH UND EINMALIG ZUR AKTUELLEN BERICHTERSTATTUNG VERWENDEN!!! #### U.S. National Security Agency whistleblower Edward Snowden, an analyst with a U.S. defence contractor, is pictured during an interview with the Guardian in his hotel room in Hong Kong June 9, 2013. The 29-year-old contractor at the NSA revealed top secret U.S. surveillance programmes to alert the public of what is being done in their name, the Guardian newspaper reported on Sunday. Snowden, a former CIA technical assistant who was working at the super-secret NSA as an employee of defence contractor Booz Allen Hamilton, is ensconced in a hotel in Hong Kong after leaving the United States with secret documents. REUTERS/Ewen MacAskill/The Guardian/Handout (CHINA - Tags: POLITICS MEDIA) ATTENTION EDITORS - THIS IMAGE WAS PROVIDED BY A THIRD PARTY. FOR EDITORIAL USE ONLY. NOT FOR SALE FOR MARKETING OR ADVERTISING CAMPAIGNS. THIS PICTURE IS DISTRIBUTED EXACTLY AS RECEIVED BY REUTERS, AS A SERVICE TO CLIENTS. NO SALES. NO ARCHIVES. THIS PICTURE IS DISTRIBUTED EXACTLY AS RECEIVED BY REUTERS, AS A SERVICE TO CLIENTS. MANDATORY CREDIT
USA PRISM Internet Überwachung Quelle Edward Snowden OVERLAYانځور: Reuters/Ewen MacAskill/The Guardian/Handout

۲۹ کلن ادوارد سنودن په یوه ویډیویي پیغام کې دا خبره منلې ده چې ګارډین ورځپاڼي ته یې د امریکا د پټو څېړنیزو پروګرامونو په اړه معلومات ورکړي دي. سنودن، ګاردین ورځپاڼې ته ویلي ول چې CIA په پټه د یو شمیر کسانو تلیفوني او انترنتي اړیکې څاري.

د سنودن ویډیو اوس د ګاردین ورځپاڼي په انترنتي پاڼه کې خبره شوې ده. دې ورځپاڼې ویلي دي چې دغه کار یې د سنودن په غوښتنه ترسره کړی دی. سنودن په دې ویډیویي پیغام کې ویلي دي: «زه نه غواړم چې ځان پټ وساتم، ځکه ما هیڅ غلط کار نه دی ترسره کړی.»

سنودن په دې ویدیو کې ټینګار کړی دی چې له دې کار څخه يې یوازنی هدف د خلکو خبرول دي چې د هغوی په نامه ترسره کیږي: «زما یوازنی هدف دا دی چې خلک له هغه څه خبر کړم چې د هغوی په نوم او د هغوی پر ضد تر سره کیږي.»

د CIA دغه پخواني کارکوونکي ویلي دي چې هغه تيار دی د خپل دې کار له پاره هرڅه له لاسه ورکړي: «دا ځکه چې زما وجدان راته اجازه نه راکوي چې د امریکا دولت ته اجازه ورکړم چې د خلکو خصوصي معلومات ترلاسه کړي، په انترنت کې د هغوی آزادي له ګواښ سره مخامخ کړی او همداراز په نړۍ کې د خلکو لومړنۍ آزادي د خپل دغه لوی څارنیز ماشین په واسطه له منځه یوسي.»

د ګاردین ورځپاڼې په حواله سنودن د امریکا د دفاع وزارت په «ملي امنیتي ادارې» یا NSA کې هم کار کړی دی او د امریکا د بهرنۍ استخباراتي ادارې د څارنیزو ماموریتونو په اړه يې معلومات ترلاسه کړي دي.

دغه وګړی د اسنادو تر ترلاسه کولو وروسته د روان کال د می میاشتي پر ۲۰ نیټه هانګانګ ته تښتیدلی او بیا یې دغه اسناد رسنیو ته سپارلي دي.

د هغو معلوماتو له مخې چې سنودن د ګاردین ورځپاڼي ته ورکړي دي دا خبره روښانه کيږي چې د امریکا استخباراتي اداره د تلیفوني شرکتونو او انترنت کارولو ریکاردونه له ځان سره ثبتوي. د دغو کسان شمیر میلیونونو ته رسیږي.

د پنجشنبې په ورځ د ګاردین او واشنګټن پوست ورځپاڼو همداراز ویلي ول چې د امریکا استخباراتي ادارې د لویو انترنتي شرکتونو د کاروونکو شخصي معلوماتو ته لاسرسی لري.

په دغو شرکتونو کې د ګوګل، یاهو، فیسبوک او اپل شرکتونه هم شامل دي. ویل شوي دي چې دغه اداره کولای شي د دغو شرکتونو د کاروونکو انځورونه، غږیز پیغامونه، ويديوګاني، لند لیکلي پیغامونه او نور معلومات ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي چارواکو ویلي دي چې دغه پروګرام یې یوازي له متحده ایالاتو څخه دباندي چېري چې د ترهګرۍ خطر موجود دی پلي کیږي.