1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

استخبارات: د الظواهري د اوسیدو ځاي معلوم نه دی

۱۳۹۰ خرداد ۲۷, جمعه

د پاکستان د استخباراتي چارواکو په وينا د ايمن الظواهري د خاص ځای په اړه معلومات نسته، خو کيدای سي هغه د پاکستان او افغانستان پولي ته څيرمه په کوم ځای کي پټ وي.

https://p.dw.com/p/11czx
د القاعدې شبکې نوی مشر ايمن الظواهري
د القاعدې شبکې نوی مشر ايمن الظواهريانځور: youtube.com

يو پاکستاني استخباراتي چارواکي د المان خبري اژانس ته ويلي چي کيدای سي 59 کلن الظواهري پولي ته څېرمه په غرنيزه قبايلي سيمه کي پټ وي.

دغه چاروکی وايي.« دا مشکله ده چي و وايو چي اوس به هغه چيري وي. خو کيدای سي هغه موږه ټول په تعجب کي واچوي، لکه اسامه بن لادن چي په اسلام آباد کي په يو کور کي وموندل سو، موږه فکر کاوه چي هغه به د غرونو په منځ کي په کومه څمڅه کي پټ وي.

د ترهګرۍ ماهرين وايي چي کيدای سي الظواهري د افغانستان پولي ته څيرمه په کوم ګڼ ځنګل کي پټ وي او يا کيدای سي د ګڼه ګوڼي په کوم ځاي کي وي، چي کيدای سي دغه ځای د پاکستان په داخل کي وي.

د پنجشنبي په ورځ دغه سخت دريزه، د سترګو مصری ډاکټر د اسامه بن لادن د مړيني څخه شپږ اوني وروسته د هغه ځای ناستی وټاکل سو. اسامه د می د مياشتي پر دوهمه نيټه پلازمېنه اسلام آباد ته څيرمه د يوې پوځي چاوڼي تر څنګ په يو کور کي ووژل سو.

په2001 م کال کي پر افغانستان د امريکا د متحده ايالاتو تر يرغل وروسته په بمبارد کي د الظواهري يوه مېرمن او يو ماشوم ژوند د لاسه ورکړ. تر هغه وروسته داسي ګمان کيږي چي هغه د افغانستان پولي ته څيرمه د پاکستان قبايلي سيمي ته وتښتيد.

د الظواهري له خوا د تيرو څو کلونو راهيسي د نامعلوم ځايونو څخه د آديوي او ويديوي پيغامونو لړۍ دوام لري. د 2006 م کال د جنورۍ په مياشت کي د پاکستان په قبايلي سيمه ډمه ډوله کي پر يو کور باندي بې پيلوټه الوتکي بمي بريد وکړ، پدغه بريد کي اته تنه وژل سوي وو خو الظواهري په کي روغ رمټ پاته سوی و.

د ډمه ډولي تر نيولو وروسته پاکستاني چارواکي د هغه دغه پټنځای را برسيره کړ، چي په کي اوږده تونلونه او بې شميره څمڅي وي. دغه څمڅي داسي جوړي سوي وې چي د هوايي بمباريو څخه هم په امن کي وې، او د اورپکو له پاره پکښي د خوراک څښاک ټولي اسانتياوي برابري وې.

په 2008 م کال کي د سي بي ايس تلويزون دعوه کړې چي دوی د داسي يو خط نقل ترلاسه کړی چي د هغه وخت د پاکستاني طالبانو مشر بيت الله محسود لخوا ليکل سوی وو، چي هغه په دغه خط کي ځايي پوځي چارواکو ته ليکلی وو چي ا لظواهري ټپي سوی دی او درملني ته ضرورت لري، خو بيا وروسته د طالبانو لخوا دا راپور رد کړی. خو د طالبانو په خپلو منځنو کي دغي خبر ګردش کاوه چي دوه پوځي څرخي الوتکي د جنوبي وزيرستان په لدهـه نومي سيمي کي د نيمه پوځي مليشو مرکز کي ښکته سوې او د الظواهري درملنه يې کړې.

بيت الله محسود په 2010 م کال کي د بې پيلوټه الوتکي په يو بمي بريد کي ووژل سو.

مهمند ايجنسي يو بل شکمن ځای دی چي کيدای سي الظواهري پکښي پټ وي. د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک د 2008 م کال د سپتمبر په مياشت کي خبريالانو ته ويلي ول چي په مهمند ايجنسۍ کي يې د الظواهري په اړه معلومات تر لاسه کړي وو. خو د هغه په نيولو ونه توانيدل.

داسي اټکل کيږي چي الظواهري د پاکستان په قبايلي سيمه مهمند ايجنسي، او يا په کنړ او پکتيکا کي پټ اوسي.

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل