1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

استراليا نورو اورښتونو ته تياری نيسي

۱۳۸۹ دی ۱۴, سه‌شنبه

د اسټرليا په شمال ختيځ کي د روک هيمپټون ښار چي کابو اتيا زره نفوس لري، لوی سړکونه يې اوبو لاندي کړي او د هيواد د نورو برخو سره يې اړيکي شلېدلي دي.

https://p.dw.com/p/Qn4L
اوبو لاندي کړی ښار
اوبو لاندي کړی ښارانځور: picture alliance/dpa

د تيري شنبې په ورځ ددې ښارهوايي ډګر د فريټسروي سيند د اوبه د سطحي د لوړيدو له کبله وتړل سو او اوس د ښار لوي سړکونه هم اوبو ډوب کړي دي.

په مجموع کي دغو اوبو دومره سيمه لاندي کړې لکه المان او فرانسه چي سره يو ځای سي. خو دا ناورين لا تير نه دی. وييل کيږي چي په راتلونکو ورځو کي به په سيندونو کي اوبه نوري هم زياتي سي.

د اسټرليا د هوا پيژندني د مرکز په خبره « اوس باران نه اووري خو د کرسمس په ورځو شپو کي دومره ورښتونه وسول چي د اوږدې مودې راهيسي نه وو سوي او دا د 140 زرو مربع کلوميټر په ساحه کي دي. د کوين لينډ په ايالت کي د جنورۍ د مياشتي په سر کي بارانونه شروع کيږي. نو موږ بايد نورو سيلابو ته هم چمتو اوسو.»

د سيلاب د دي ناورين د پيل څخه تر اوسه لسو تنو خپل ژوند د لاسه ورکړی. يوازي د اوونۍ په پای کي درې کسه مړه سول.

په ځينو سيمو کي چيري چي د سيلابه اوبه کښته سوې، هلته خلک بيرته خپلو کورو ته راستنيږي. زياترو يي هر څه د لاسه ورکړي او کورونه يي بايد په بشپړه توګه ترميم سي.

بيرلي کالاهن چي د امرالډ يوه سپين سرې اوسيدونکې ده، په اسټرليايي تيليويزيون کي يي وويل: « دا ډيره د خفګان خبره ده چي سړي ټول عمر کار کړی وي او بيا ورته په پاي کي هيڅ هم پاته نه سي.»

د سيلابو له امله په اسټرليا کي د مليارډو ډالرو زيان اوښتی. د اسټرليا لومړۍ وزيري جوليا ګيلارډ د بيا رغوني د کارونو لپاره د سلهاو مليونو ډالرو د مرستي اعلان کړی.

آژانسونه/ بريښنا صابر

کتونکی: نجيب الله زيارمل