1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انسانانو د قاچاق په جرم د يو افغان محکمه

۱۳۹۶ اسفند ۱۹, شنبه

د استراليا يوې محکمې يو افغان، دغه هيواد ته د غيرقانوني مهاجرو د ليږد په جرم پر ۱۲ کاله حبس محکوم کړ. سيد عباس په نوم دغه افغان څو کاله مخکې هغه مهال نيول شوی وو چې غوښتل يې مهاجر لويديځې استراليا ته انتقال کړي.

https://p.dw.com/p/2u4sd
Australien Flüchtlinge Insel Nauru 2001
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Rycroft

د استراليا يوې محکمې يو افغان، دغه هيواد ته د غيرقانونی مهاجرو د ليږد په جرم په ۱۲ کاله حبس محکوم کړ. سيد عباس په نوم دغه افغان څو کاله مخکې هغه مهال نيول شوی وو چې غوښتل يې مهاجر لويديځې استراليا ته انتقال کړي.

د جمعې ورځې (د ۲۰۱۸ کال د مارچ ۹مه) د خپرو شويو رپوټونو په حواله، ۳۵ کلن سيد عباس، غوښتل له ۲۳۰ و څخه زياتو مهاجر لويديځې استراليا ته وليږدوي. ويل شوي چې هغه د دغو افرادو د د ليږد له پاره سفري ترتيبات نيولي وو.

په دې هکله رپوټ کې ويل شوي دي چې سيد عباس په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۱م کلونو کې له اندونيزيا څخه په درو کشتيو کې مهاجر ليږدول.  دا هم ويل شوي دي چې هغه په دغو کشتيو کې له ګنجايش څخه زيات افراد سپاره کړل شوي وو.

استراليايي چاروکو ويلي دي چې عباس د هر مهاجر پر سر له ۵ زرو تر ۱۰ زرو پورې استراليايي ډالر اخيستي ول.

اړوند مطالب:

ډېرشمېرمهاجر له استراليا څخه امريکا ته وليږدول شول

آسترالیا د کښتیو له لارې مهاجرین نه مني خو له امریکا یې راغواړي

محکمې د جمعې په ورځ د استراليا په لويديځ ښار پرت کې عباس ته د ۱۲ کلونو د حبس سزا واوروله. د محکمې په حواله، دا چې عباس تر دې مخکې ډیره موده په بند کې تيره کړې ده، نو لږ سزا يې ورته ورته واورل شوه.

په رپوټ کې ويل شوي دي چې عباس په اندونيزا کې نيول شوی وو، خو دغه هيواد هغه په ۲۰۱۵م کال کې د کينبرا حکومت په غوښتنه، استراليا ته وسپاره.

د جمعې ورځ په محکمه کې د عباس وکيل د عباس ليک هم ولوست. وکیل وویل دا چې عباس نالوستی دی دغه ليک ورته د هغه يو قيدي ملګري ليکلی دی. عباس په دغه ليک کې په افغانستان کې خپل تريخ او کړاونو ډک ژوند څخه يادونه کړې ده.

عباس په خپل ليک کې ويلي دي چې په افغانستان کې يې هيڅ کار اوزګار نه لاره او د طالبانو ظلمونو دی اړ کړ چې له هيواده وتښتي.

محکمې ته د عباس په اړه ويل شوي دي چې هغه پنځه کاله د مهاجرو په يوه هستوګنځای کې ساتل کيده او د توقيف پر مهال يې د اندويزيايی چارواکو لخوا د ترسره شويو تاوتريخوالو له وجې روحي او دماغي فشارونه زغملي دي. محکمې ته دا هم ويل شوي دي چې عباس د پيسو په لالچ او حرص کې انساني قاچاق سره تمايل پیدا کړي وو.

په ورته وخت کې بيا د محکمې قاضي وويل چې عباس مهاجر په داسې ماتو کشتيو کې چې د مهاجرو ژوند یې له خطر سره مخ کړی وو، سپاره کړي او ليږدول.

دا هم د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه یو معلوماتي انځوريز رپوټ: