1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

استراليا: پنځه تنه سرتيري مو وژل سوي دي

۱۳۹۱ شهریور ۹, پنجشنبه

د استرالیا د دفاع وزارت چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل، چي د افغان امنیتي ځواکونو په یونیفورم کي یوه سړي درې تنه استرالیايي سرتیري وژلي دي او دوه تنه نور ئې ټپیان کړي دي.

https://p.dw.com/p/15zut
انځور: AP

په یوه بله پېښه کي هم د څرخۍ الوتکي د رالویدو له کبله دوه تنه استرالیايي سرتیري وژل شوي دي.

دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ په روزگان ولایت کي رامنځته شوې ده. تر دې پېښي یوه ورځ وروسته د پنجشنبې په ورځ، دوه نور استراليایي سرتیري هغه وخت ووژل شول چي د هغوی څرخۍ الوتکه راولوېده.

په افغانستان کي میشت د ناټو ځواکونو ویلي دي، چي د استراليايي ځواکونو څرخۍ الوتکه د افغانستان په جنوب کي رالوېدلې ده. د هغوی په حواله پېښه د «دښمن» له خوا نه ده رامنځته شوې. د پېښي په اړه پلټني رواني دي.

د روزگان ولایت تر پېښي وروسته په روان کال کي د افغان امنیتي ځواکونو په یونیفورم کي د وژل شوو بهرنيو سرتيرو شمیر۴۵ تنو ته ورسېد. دا په داسي حال کي ده چي په ۲۰۱۱ کال کي په دغه شان يرغلونو کي ۳۵ بهرني سرتیري وژل شوي ول.

د افغانستان په جنوب کې یو افغان پوځي چارواکی عبدالحمید، وایي چي اوس د چهارشنبې د ورځي د پېښي په اړه پلټني رواني دي.

د طالبانو مشر ملا محمد عمر، په روانه میاشت کي ویلي وو، چي طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کي نفوذ کړی دئ او له نورو افغان سرتیرو څخه ئې وغوښتل چي پر بهرنيانو باندي بریدونه وکړي.

دا په داسي حال کي ده چي د المان خبري آژانس ویلي دي، چي د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي، د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چي د روزگان ولایت د چهارشنبې د ورځي په پېښه کي دوی لاس نه لري.

په همدې حال کي د استرالیا لومړۍ وزیري جولیا گلارد، په افغانستان کي د خپل هیواد د سرتیرو د مړیني د خبر تر خبرېدو وروسته، د ارام سمندر د غونډي پر مهال خپل سفر را لنډ کړی دئ. هغې د ارام سمندر ټاپوگانو ته خپل سفرونه لغوه کړي دي. هغې ویلي دي:

«د خبر له اورېدو سره سم مي باید یوه پریکړه کړې وای. زه فکر کوم چي دا زما له پاره لازمه ده چي بیرته ستنه شم.»

کیلارد ویلي دي چي په افغانستان کي د استراليایي سرتیرو د وژل کیدو خبر ډیره خواشینې کړې ده.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل