1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

استراليا: د ۳۵۰ مهاجرو د ډوبېدو په تړاو يو عراقی ونيول سو

۱۳۹۸ مهر ۲۷, شنبه

استرالیايي پولیسو یو عراقۍ سړی په دې تورن کړی چې په ۲۰۰۱ کال یې د انسانانو د قاچاق داسې کاروبار پیل کړی وو چې په پایله کې یې ۳۵۰ مهاجر په اوبو کې د ډوبیدو له کبله ووژل شول.

https://p.dw.com/p/3RYlD
Flüchtlingsboot Australien Archiv 2012
انځور: MV Bison/Australian Maritime Safety Authority via Getty Images

دغه ۴۳ کلن عراقی تورن کس د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر ۱۹مه) د استرالیا په بریسبین ښار کې د محکمې پر وړاندې څرګند شو. هغه تر دې مخکې له نیوي زیلاند څخه استرالیا ته اخراج شوی وو.

پولیسو پر نیول شوي کس تور لګولی دی چې هغه د یوې داسې ډلې غړی وو چې په ۲۰۰۱ کال کې یې د کبانو نیولو په یوې اندونیزیایي کښتۍ کې استرالیا ته د پناه غوښتونکو د قاچاقولو هڅه وکړه.

دغه کښته چې «سیف ایکس» نومیده، په نړیوالو اوبو کې ډوبه شوه چې په پایله کې یې له ۳۵۰ څخه ډیر کسان ووژل شول. د وژل شویو کسانو په ډله کې ډیر شمیر ښځې او ماشومان هم شامل وو.

د پولیسو په حواله تورن کس چې هغه وخت ۲۴ کلن وو، له پناه غوښتونکو څخه پیسې اخیستې وي چې د استرالیا په لور تر سفر مخکې یې ورته په اندونیزیا کې د اوسیدون ځای او ترانسپورت اسانتیاوې برابرې کړي.

تورن کس د جمعې په ورځ د بریسبن له هوایي ډګر څخه ونیول شو. هغه اوس د پولیسو په بند کې پاتې شوی دی او تمه کیږي چې یو ځل بیا به د اکتوبر پر ۳۱مه نیټه د محکمې پر وړاندې ظاهر شي. که پر هغه لږیدلې تورونه ثابت شي، نو دغه کس کیدای شي تر لسو کلونو پورې زندان ته واستول شي. تر دې مخکې دوه نور کسان د دې کښتۍ د ډوبیدو په تړاو د محکمې پر وړاندې څرګند شوي دي.

د «سیف ایکس» کښتۍ د ډوبیدو پیښه، د ټاکنو پر مهال د رامنځ ته کیدو له کبله استرالیا کې ډیر بحثونه راوپارول.

(ms/aa (Reuters, dpa