1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

استرالیا کډوال قرغزستان ته استوي

۱۳۹۴ آبان ۹, شنبه

د استرالیا حکومت د هغه رپوټ په اړه څرګندونو څخه ډډه وکړه چې وايي دا هیواد هغه کډوال چې د ارام یا پسیفیک سمندر په دوو ټاپوګانو کې ساتل کیږي اوس قرغزستان هیواد کې ځاې پر ځاې کوي.

https://p.dw.com/p/1Gxgd
Nauru Flüchtlinge ARCHIV 2003
انځور: picture-alliance/dpa

ځینې کډوال چې غواړي استرالیا ته ولاړ شي نو د دې هیواد د حکومت له خوا په نارو او د پاپا نیو ګانا په مانوس ټاپوګانو کې ځاې پر ځاې کیږي او اوسمهال د استرالیا حکومت دې کډوالو ته د یوه نوي کوربه هیواد په لټه کې دی خو د قرغزستان په اړه يي څه نه دي ویلي.

د دې هیواد د مالیې وزیر میتیاس کورمان سکاي نیوز سره په مرکه کې وویل: «موږ له ځینې هیوادونو سره په دې اړه خبرې کړي چې زموږ د هیواد څخه بهر د کډوالو د تګلارې ملاتړ وکړي او کله چې موږ کومه لاس ته راوړنه ولرو نو زموږ د کډوالو وزیر به يې اعلان کړي.»

«دې ویکند» استرالیايي ورځپاڼې د کومې سرچینې د نوم اخیستو پرته لیکلي دي چې د استرالیا حکومت قزاقستان، چې ډیری نفوس یې مسلمانان دي، د کډوالو او خصوصا د افغانستان څخه د هزاره خلکو د ځاې پر ځاې کولو له پاره یو مناسب هیواد بولي.

دا رپوټ همداراز وایي چې ځينې نور د پخوانې شوروي جمهوریتونه او د افریقا او جنوبي امریکا ځينې هیوادونه هم د دې کار له پاره مناسب هیوادونه دي.

د استرالیا د کډوالو چارو د وزارت ویاند پیتر دوتون، د اکتوبر میاشتې په نهمه نیټه خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل: «په تیرو څو میاشتو کې موږ د فیلیپین په شمول له ځینې نورو هیوادونو سره د وزیرانو په سطحه دوه اړخیزه خبرې کړي دي.»

د استرالیا د کډوالو په اړه د سختو قوانینو له مخې هغو کسانو ته په دې هیواد کې ځاې نه ورکول کیږي چې د سیند له لارې ځانونه رسوي. دا کسان بیرته یا خپلو اصلي هیوادونو ته استول کیږي او یا هم په نارو او مانوس ټاپو ګانو کې ځاې پر ځاې کیږي. اوسمهال په دې ټاپوګانو کې له ۱۵۰۰ څخه زیات کسان ساتل کیږي.

Australien Flüchtlinge Archiv 2013
انځور: Getty Images

استرالیا له کمبودیا سره هم یو هوکړه لیک لري چې د دې هیواد کډوالو ومني او په بدل کې یي استرالیا په میلیونونو ډالر کمبودیا ته ورکوي خو پر دې هوکړه لیک د بشري حقوقو مدافع سازمانونو له خوا سختې نیوکې شوي دي.

د استرالیا زرغون ګوند چې د حکومت د کډوالی د تګلارو سره مخالف ګوند دی قرغزستان ته د کډوالو لیږل یوه بې ځایه پریکړه وبلله. د دې ګوند مشر ریچارد دي ناتالي وویل: «وروسته له دې څه کوو؟ آیا موږ به دا کسان بیا مریخ ته استوو.» د زرغون ګوند مشر زیاته کړه: «دا یوه بې ځایه مفکوره ده. موږ باید تر ټولو منطقي، انساني او اقتصادي لارې په اړه فکر وکړو او هغه دا چې موږ هغو کسانو ته په استرالیا کې پناه ورکړو چې د پناه غوښتنې شرایط پوره کوي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب