1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسد د پوتين ليدو له پاره ناڅاپه روسيې ته سفر کړی

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۸, جمعه

د روسیې ولسمشر ولایمیر پوتین ویلي دي چې د سوریې د پوځ بریاوو «په لویه کچه د یوه سیاسي بهیر د پیل» له پاره شرایط برابر کړي دي. د سوریې ولسمشر بشارالاسد بیا ویلي دي چې د استانې د سولې په خبرو کې دي پرمختګ وشي.

https://p.dw.com/p/2xvDd
Russland Sotchi Assad bei Putin
انځور: Reuters/Kremlin/M. Klimentyev

د روسیې او سوریې ولسمشرانو د پنجشنبې په ورځ سره ولیدل چې د پوځي او سیاسي چارو او همداراز د اقتصادي اوړیکو او بیا رغونې په اړه خبري سره وکړي.

پوتین چې تر دې مخکې یې اعلان کړی چې ځواکونه به یې له سوریې څخه ووځي، وویل: «د سیاسي بهیر له پیل سره چې اوس په خپل تر ټولو فعاله مرحله کې دی، بهرني ځواکونه به له سوریې څخه ووځي.»

پوتین روښانه نه کړه چې د هغه په اند باید کوم ځواکونه سوریه پریږدي. هغه زیاته کړه: «راتلونکی کار د اقتصاد بیا روغونه، او په سخت وضعیت کې له خلکو سره د بشري مرستو کول دي.»

روسیې په ۲۰۱۵م کال کې د سوریې په جګړه کې مستقیمه مداخله وکړه او د دې هیواد د کورنۍ جګړې پله یې د بشارالاسد په ګټه کړه. د سوریې ځواکونو په وروستیو وختونو کې د روسیې، ایران او ملیشو په مرسته د پاڅونکوونکو تر کنترول لاندې ډیرې سیمې بيرته نیولې دي چې پکې ختیځه غوطه هم شامله ده. دغه سیمه د سوریې پلازمېنې دمشق ته نزدې پرته ده.

د سیاسي بهیر پیل

روسیې په سوریې کې تر مستقیمې مداخلې وروسته، د دې هیواد پر سیاسي بهیر باندې ډیره اغیزه لرلې ده. مسکو غواړي چې له ترکیې سره چې د پاڅونکوونکو ملاتړ کوي او همداراز له ایران سره د بشارالاسد ملاتړی هیواد دی، په ګډه په استانه کې خبرو اترو ته دوام ورکړي چې د سوریې د ستونزي له پاره یوه سیاسي حل لار ومومي. د امریکا او ملګرو ملتونو په ملاتړ د سوریې د سولې بل بهیر په ژنیو کې هم روان دی، خو دغه بهیر تر څو ځلې ناکامۍ وروسته، ورو ورو خپل موقف له لاسه ورکوي.

د پوتین ویاند دیمتري پیسکوف، ویلي دي چې اسد غواړي ملګرو ملتونو ته یو استازی واستوي چې د سوریې په اساسي قانون کې به د اصلاحاتو پر راوستلو باندي بحث وکړي. د کریملن له خوا په یوې خپرې شوي بیانیه کې د بشار الاسد په حواله راغلي دي چې سوریه «د هغه سیاسي بهیر چې څه موده وړاندي یې پیل کړی وو، دروازې پرانیزي.»

د سوریې ولسمشر زیاته کړې ده: «موږ پوهیږو چې دا به اسانه نه وي، ځکه یو شمېر هیوادونه نه غواړي چې په سوریې کې ثبات راشي. خو له تاسو او نورو متحدینو او ملګرو سره، موږ به د سولې په بهیر کې پیاوړو پرمختګونو ته دوام ورکړو.»

هغه همداراز ویلي دي: «د پوځي بریاوو له برکته موږ په دې توانیدلي یو چې په هیواد کې وضعیت نورمال کړو او له دې سره زموږ د ډیرو هیوادوالو بیا ستنیدو ته لاره هواره شوې ده.»

اسد او پوتین تر دې مخکې د تیرکال په دسمبر میاشت کې په سوریې کې د روسي ځواکونو په یوه هوایي اډه کې سره لیدلي ول. اسد د ۲۰۱۷م کال په نوامبر او ۲۰۱۵م کال په اکتوبر میاشتو کې هم روسیې ته له ولسمشر پوتین سره د لیدنې په موخه تللی وو.

د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل، هم د جمعې په ورځ له ولسمشر پوتین سره ویني. دا په روان کال کې د دواړو مشرانو لومړۍ لیدنه ده.