1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسد له امريکا سره خبرو ته تيار دی

rtr, afp۱۳۹۴ فروردین ۷, جمعه

د سوريې واکمن بشار الاسد په يوه مرکه کي ويلي دي چي له هرچا سره ئې ديالوگ ته دروازه پرانيستې ده «که متقابل احترام وي حتي له امریکا سره هم.» د امريکا د بهرنيو چارو وزير تر دې دمخه له اسد سره د خبرو اشاره کړې وه.

https://p.dw.com/p/1EyHZ
انځور: Reuters/Sana

د سوريې جمهور رئيس بشار الاسد له امريکايي تلويزيون CBS سره په يوه مرکه کي ويلي دي: «موږ له هر چا سره هر ډول ديالوگ ته تيار يو، که متقابل احترام وي حتي له امریکا سره هم.»

هغه ټينگار کړی دئ، چي د هيواد حاکميت ئې بايد په دې برخه کي تر پوښتني لاندي را نه سي. تر اوسه پوري د دواړو حکومتونو ترمنځ مخامخ ارتباط نه سته.

د کيري د څرگندونو په اړه گډوډي

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت تر دې دمخه ويلي ول چي له اسد سره به خبري اتري نه کيږي. په دې سره نو دغه وزارت د بهرنيو چارو د وزير جان کيري د خبرو په اړه غبرگون ښوولی دئ.

کيري ويلي ول چي پر اسد باندي به فشارونه زيات سي، څو په سوريه کي د سياسي انتقال له پاره خبرو اترو ته وهڅول سي.

خبري يوازي له حکومتي چارواکو سره

وروسته له هغه چي اروپايي او عربي متحدانو د کيري د څرگندونو په اړه تر يوې اندازې سختي نيوکي وکړې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوې وياندي وويل چي د کيري مقصد په خپله اسد ته مراجعه نه، بلکي د هغه د حکومت غړو ته ده. له دې لاري خبري اتري کيدای سي.