1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيلو پر غزې تراډه باندي په بنديز کي نرمښت راولي

۱۳۹۱ دی ۷, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/179gW

اسرائيل غواړي غزې تراډي ته د مالونو د وارداتو په مقرراتو کي نرمښت راولي. اسرائيلي راډیو خبر ورکړی دی، چي تر۵ کلن ځنډ وروسته اوس د یکشنبه له ورځي راهيسي هره ورځ د فلسطيني سیمو شخصي سکټور ته تر شلو لاریانو پوري ساختماني مواد، رسولای سي. د فلسطينیانو په حواله د اسرائيلي محاصرې راکمول د اوربند هغه یوه برخه ده چي د مصر په منځګړیتوب رامنځته سوی دی. په نوامبر کي د حماس تندلاري اسلامي سازمان او اسرائيلو تر منځ څو ورځنی جنګ، د دغه اوربند په نتیجه کي پای ته ورسید. اسرائيلو ویلي دي چي که حماس او نور تندلاري ګروپونه اوربند مراعت کړي، نو به نوري اسانتياوي هم ورته رامنځته او محاصره به یې راکمه کړي. اسرائيلو په ۲۰۰۶ م کال کي د فلسطينیانو د راکټي حملو او عسکر جیلاد شالیت د تښتولو په عکس العمل کي د غزې تراډه محاصره کړه. په ۲۰۰۷ کال کي بیا قدرت ته د حماس په رسیدو سره دغه محاصره نوره هم سخته سوه.