1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيل او فلسطينيان څه غواړي؟

کیرستين کنيپ/ سيد رياض۱۳۹۳ مرداد ۲۷, دوشنبه

په قاهره کې د اسرائیلو او فلسطینيانو د استازو تر منځ خبري درېدلي دي. دواړه اړخونه يو د بل غوښتنو منلو ته ډیر کم چمتو والی ښيي. له بلي خوا ويجاړه سوې غزه بيا رغاوني ته سخته اړتيا لري. خو بيا رغاونه يې ډېري پيسې غواړي.

https://p.dw.com/p/1CwST
انځور: JACK GUEZ/AFP/Getty Images

اسرائیل له غزې تراړي څخه د توغنديي بریدونو د ختمیدو غوښتنه کوي. د اسرائيلو په وینا دغه سیمه باید غیر نظامي کړل شي او حماس او نوري وسله والي ډلي بايد بې وسلو شي. پر دې سربیره اسرائیل د دې غوښتنه هم کوي چې د حماس ډلې له خوا اسرائيلو ته د نوو «ترهگریزو تونلونو» د جوړولو مخنیوی هم باید وشي.

د اسرائیلو په وینا د دې کار مخنیوی باید د سمنتو د واردلو په برخه کې د سخت کنترول په ترڅ کې وشي. دا په داسې حال کې ده چې په غزې تراړه کې د ډیرو ویجاړو شوو کورونو د بیا رغاوني له پاره سمنت اړین توکی گڼل کیږي.

د غزې تراړي ته د موادو انتقال د کنترول په برخه کې پر نورو سربیره به د اروپایي ټولني څارونکي هم منځگړي وي. پر پوله د فلسطین د خپلواکمني ادارې د مشر محمود عباس د امنیتي ځواکونو ځای پر ځای کیدو ته هم د یوه امکان په سترگه کتل کیږي.

اسرائیل له سره د حماس د بیا مجهزیدو مخنیوی غواړي. څو په نزدې راتلونکي وخت کې د تاوتریخوالي د نوي لړۍ مخه ونیوله شي. له ۲۰۰۱م کال راهیسې د لومړي وار له پاره د حماس جنگیالیو له خوا جوړي شوي د «قسم» په نوم توغندي، په اسرائیلي خاوره کې ولگیدلې، چې تر ټولو زیات یې د اسرائیلو د سویلي برخي اوسیدونکو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی. په دې ترڅ کې حماس د توغندیدو د ویشتلو واټن ۷۰ کیلومترو ته لوړ کړی دی. په دې سره اوس هغوی تل ابيب هم په نخښه کولای شي.

فلسطینیان څه غواړي؟

د فلسطین مرکچیان په خبرو اترو کې ډيري غوښتني لري. چې مهمې یې دا دي:

د غزې تراړي کلابندي بايد ختمه شي

غزې تراړه له اسرائيلو او مصر سره پوله لري. دغي سرحد سخت کنتروليږي او د موادو د انتقال او د انسانانو د تگ راتگ له پاره بند دی. یوازي د اړينو موادو د انتقال اجازه شته.

له ۲۰۰۷م کال راهیسي د اسرائیلو له خوا د غزې تراړي کلابندي ادامه لري. هغه مهال افراطي ډلي حماس په ټاکنو کې له الفتح، څخه وگټله. په ۲۰۰۸م کال کې ملگرو ملتونو خبر ورکړ چې د دوی په زیرمو کې نور اوړه نه شته. دا د کلابندۍ یوه پایله وه. په عین وخت کې د ساختماني چارو موادو پر انتقال هم بندیز لگول شوی وو. د اسرائیلو له خوا دا استدالال وړاندي کیده چې حماس له دغو موادو څخه د تونلونو په جوړولو کې کار اخلي.

په ۲۰۱۰م کال کې اسرائيلو، غزې تراړي ته د ټولو هغو موادو د صادریدو اجازه ورکړه چې د پوځي موخو له پاره نه استعمالیدل. په ۲۰۱۲م کال کې د هغو ساختماني موادو د انتقال اجازه ورکړل شوه چې د شخصي موخو له پاره کار ځني اخيستل کيږي.

د بندري کلابندۍ د لیرې کولو غوښتنه

فلسطینیان د یوه بندر چې د دوی خپل وي، د جوړیدو غوښتنه کوي. ځکه چې اسرائیلو تر اوسه غزې تراړي ته د سمندر لاره هم بنده کړې ده. نړیوال مرستندویه مواد یوازي د اسرائيلي بندر اشدود له لاري انتقال مومي او له هغه ځایه بیا په لاریو کې انتقال مومي.

اسرائیلو د سمندري بندرونو پر جوړولو بندیز لگولی دی. د اسرائيلو حکومت ويره لري چې له دغو بندرونو څخه غزې تراړي ته د وسلو د انتقال په برخه کې استفاده کیدای شي. همداشان د فلسطین له خوا د یوه هوایي ډگر د درلودلو غوښتنه هم په ليست کې شامله ده. پر دې سربیره د غزې په اوبو کې د کب نیوني ساحې د پراخولو غوښتنه هم شامله ده.

د فلسطیني بندیانو د آزادېدو غوښتنه

حماس د خپلو لسونو غړو د آزادیدو غوښتنه کوي چې درې کاله دمخه د اسرائیلي عسکر گیلاد شالت، په بدل کې له زندانه آزاد کړل شوي ول، خو په غزه کې د جگړې تر پيلیدو سملاسي وروسته بیرته ونیول شول. د بخښني د نړیوال سازمان، د معلوماتو له مخې له ۲۰۱۲م کال راهیسې تر ۴۵۰۰ زیات فلسطینیان د اسرائيلو په توقیف کې دي.

د غزې بیا رغاونه

دا چې د غزې تراړي بیا رغاونه به د چا له خوا تمویل شي، تر اوسه پوري لا څرگنده نه ده. د روان میلادي کال په سپتمبر میاشت کې به په ناروې کې د بسپنه ورکوونکو هیوادونو یو کنفرانس جوړ شي. فلسطینيان داسې اټکل کوي چې په غزې تراړه کې د اسرائيلو د بریدونو له کبله د رامنځ ته شوي زیان ارزښت شاوخوا پنځه میلیارده ډالرو ته رسیږي.

خو اسرائيل وايي چي تاوان تر دې ډېر لږ دی. دا خبره هم روښانه ده چې د خليج حوزې عربي هیوادونه به په مرسته ورکولو کې برخه ولري. خو په تیرو وختونو کې هغه ژمني چي د مرستو په برخه کې شوي دي عملي شوي نه دي.