اسرائيل: د ایران بمبارول له امکانه لیري نه بولو
۱۳۹۸ آذر ۱۷, یکشنبهد اسرائيلو خارجه وزیر، اسرائيل کتڅس، د ایټالیا څخه د لیدني پر مهال «کوریره دې لا سېرا» ورځپاڼي ته دغه خبره وکړه او ویې ویل چي «هو، دا یو امکان دی». کتڅس د دې خبرې په جواب کي چي ایا اسرائيل د ایران بمبارۍ ته د یوه امکان په سترگه گوري، وویل: «موږ به ایران ته ددې اجازه ورنه کړو چي اټومي وسلې جوړي او یا یې ولري.» خو په خبره یې د نظامي امکان څخه به هغه وخت استفاده وسي، چي نوري ټولي لاري بندي وي.
په عین حال کي هغه پر اروپايي ټولني باندي د دې جهته انتقاد وکړ چي د ایران پر ضد د امريکا د متحده ايالاتو د جمهوررييس سختي تگلاري سره ملگري نه کوي. د امريکا متحده ايالات تیر کال د ایران سره د پنځو ویټو قدرتونو لکه امريکا، چین، روسیې، بریتانیې، فرانسې او همداراز له جرمني سره معامله سوي اټومي تړون څخه ووتله. دغه قرارداد اصلأ باید د دې څخه مخنیوی وکړي چي ایران اټومي وسلې جوړي کړي.
د مدیترانې د کنفرنس MED په خاطر کتڅس اوس په روم کي دی. د تیري جمعې په ورځ ( د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر شپږمه نیټه) هغه په خپله یوه وینا کي د نورو تر څنگ وویل چي اوس د دې وخت رارسیدلی دی چي غربي او عربي هیوادونه یو ائیتلاف سره جوړ کړي، چي ایران تهدید کړي او دا ورڅخه وغواړي چي خپل اټومي پروگرم دي بند کړي.