1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيل د يوې ورځپاڼې د خبر له مخې په ايران باندې د بريد کولو تکل لري

۱۳۸۵ دی ۱۸, دوشنبه

اسرائيل د برتانوي ورځپاڼې »سنډای ټايمز« د خبر له مخې د ايران په اتومي بټيو باندې د اتومي وسلو د لارې د بريد پلان لري. د لندن دغه ورځپاڼه د اسرائيلو د نظامي کړيو له اړخه وړاندې کاږي چې درې هدفونه يې د تهران په جنوبي څنډه کې په نښه کړي دي تر څو د ايران هستوي پروگرام په ټپه ودروي. د اسرائيلو د باندنيو چارو وزارت دغه خبر رد کړی دی او نورو مقاماتو له څرگندونو څخه ډډه وکړه.

https://p.dw.com/p/DKFp
د ايران اتومي بټۍ د تهران په جنوب کې
د ايران اتومي بټۍ د تهران په جنوب کې
د »سندای ټايمز« په حواله د اسرائيلو نظامي حلقې په دې اند دي چې ايران به په راتلونکو دوو کلونو کې د اټومي بمونو د جوړولو وړتيا ولري. د اسرائيلو د بهرنيو چارو د وزارت وياند مارک رگېف په دې ټينگار وکړ چې هېواد يې د ايران د اتومي تگلارې په وړاندې د ملگرو ملتونو د پرېکړه ليکونو ملاتړ او د ډپلوماتيکو هلو ځلو پلوي کوي.
ځينې څارونکي د اسرائيلو گواښونه په نړيوالې ټولنې باندې د فشار راوستلو يوه وسيله گڼي تر څو نړيواله ټولنه په خپل وار په ايران باندې فشار راولي. د څو مياشتنيو ناندرو څخه وروسته د ملگرو ملتونو د امنيت شورا پرېکړه وکړه چې په ايران باندې بنديزونه ولگوي. تهران دغه پرېکړه رد کړې ده او د ايورانيمو غني کولو ته دوام ورکوي. ايران په دې ټينگار کوي چې اتومي پروگرام يې يوازې د ملکي اهدافو دپاره شروع کړی دی. اسرائيل هغه هېواد دی چې د ايران د هېوادمشر په گواښونو کې څو ځله ياد شوی دی، چې »اسرائيل دې له نقشې څخه ورک شي.«