1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيل: پارلماني ټاکني د نتانياهو گوند گټلي

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۱ بهمن ۴, چهارشنبه

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د هغه ښی اړخه ایتلافي گوند د دغه هیواد پارلماني ټاکني په ډير لږ توپیر سره گټلي دي. د نتانیاهو «لیکود-بتینیو» ډلي د پارلمان له ۱۲۰ چوکیو څخه۳۱ گټلي دي.

https://p.dw.com/p/17Q2j
انځور: Reuters

د بنیامین نتانیاهو ښی اړخي ډلي د سه شنبې د ورځي په ټاکنو کې د نورو په پرتله ډیرې رایې گټلي دي. په دې ترڅ کې د هغه ایتلافي ډلي چې «لیکود-بتینیو» نومیږي ۳۱ چوکۍ گټلې دي چې د تیرو ټاکنو په پرتله یو څه لږ دي.

په تیرو پارلماني ټاکنو کې د نتانیاهو ایتلاف ۴۲ چوکۍ گټلې وې. د ‎پارلماني ټاکنو د پایلو له مخې د «یش اتید» گوند هم په دغو ټاکنو کې ډیري رایې گټلې دي. تر اوسه پوري د اسرائیلو د پارلماني ټاکنو۹۰ سلنه رایې شمیرل شوي دي.

نتانیاهو د پایلو تر اعلانیدو وروسته وویل، چې د هغه د نوي حکومت اصلي هدف به اتومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخنیوی وي.

نتانیاهو زیاته کړه: «تر ټولو لومړی پوځي ځواک چې کولای شي د هغو لویو چلينجو مخه ونیسو چې موږ ورسره مخامخ یو. زموږ لومړی لومړیتوب اتومي ولسو ته د ایران له رسیدو څخه مخنیوي دی. تر دې مخکې هم همدا زموږ لومړیتوب وو.»

۶۳ کلن نتانياهو ویلي دي، هڅه به وکړي چې له ټولو سیاسي گوندونو سره خبري اتري وکړي. د لیکود- بیتینو (Likud-Beitenu) ډله د نتانیاهو د گوند چې لیکود نومیږي او یسریل بینتینو (Yisrael Beitenu) گوند تر منځ ایتلاف دی په وروستیو ټاکنو کې یې يوځای گډون کړی دی.

د لیکود- بیتینو وروسته د «یش اتید» ډلي د نورو په پرتله ډیري چوکۍ گټلي دي. دغي ډلي ټول ټال ۱۹ چوکۍ گټلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د کارگرو گوند بیا ۱۵ او د JewishHome گوند ۱۱ چوکۍ په پارلمان کې خپلې کړي دي.

ترهغه وروسته چې د اسرائیلو د ټاکنو پایلې په رسمي توگه اعلان شي نتانیاهو به د دریم ځل له پاره د اسرائیلو د ولسمشر په توگه ټاکل کیدو ته نور هم نزدې شي. که څه هم د نتانیاهو گوند پارلماني ټاکنې گټلي دي خو باید په پارلمان کې د اکثریت د ترلاسه کولو له پاره د پارلمان ۶۱غړي سره راټلول کړي.

تر اوسه پوري هیڅ اسرائیلي گوند هم په دې نه دی توانیدلی چې یوازي په پارلمان کې اکثریت ولري نو له همدې کبله تل په دې هیواد کې ایتلافي حکومتونه جوړيږي.