1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيل پر غزې بمباري وکړه

عبدالباري حکيم (آژانسونه)۱۳۹۳ آذر ۲۹, شنبه

له غزې څخه د یو توغندي برید څخه وروسته اسرائیلو پرنوموړې سیمې باندې بمبارۍ وکړې. دا پیښه د اسرائیلو او حماس ترمنځ له یوه اوربند څخه څلورمیاشتې وروسته بیا رامنځ ته شوه.

https://p.dw.com/p/1E7xv
انځور: picture-alliance/dpa/Abir Sultan

د غزې د تیردوبي له جگړې څخه وروسته د لومړي ځل لپاره اسرائیلو د غزې په تړانگه کې پر یو هدف بمباري وکړه. د اسرائیلو پوځ وویل چې له ساحلي سیمې څخه پراسرائیلو باندي د یو توغندي برید په ځواب کې په غزه کې د حماس د تندلارې اسلامې ډلې د «ترهگرۍ په یو مرکز» باندې دغه هوايي حمله وشوه. د فلسطیني معلوماتو له مخې د اسرائیلو دغه حمله د خان یونس د ښار په جنوب کې د حماس د پوځي جناح «القسام غنډ» پر یو تمریني ټاټوبي باندي شوې ده. په دې حمله کې څوک ټپیان شوي نه دي.

د غزې د ۵۰ ورځنۍ جگړې څخه را په دې خوا چې د اگست په ۲۶ پای ته ورسیده، دا د غزې پر تړانگې باندې د اسرائیلو لومړۍ هوايي حمله وه. له دې مخکې زور پالونکو فلسطینیانو پر اسرائیلو باندې یو توغندی وتوغاوه. د اسرائیلو د پولیسو د وینا له مخې دغه توغندی د اسرائیلو په جنوب کې په یو ډگر کې ولگید چې نه یې مالي او نه یې هم ځاني تاوان اړولی دی.

دا د اوربند څخه لومړۍ سرغړونه نه ده

د فلسطینیانو د امنیتي چارو استازو وویل چې د شنبه د سهار وختي حملې څخه مخکې د غزې پر تړانگې باندې یو شمیر جنگي الوتکې والوتلې. له هغې وروسته پر نوموړي تمریني ټاټوبي باندې څلور توغندي ولگیدل. عیني شاهدانو څو چادونې اوریدلي دي.

د اگست په پای کې د اوربند له ټینگدیو څخه را په دې خوا دا دریم ځل دی چې له غزې څخه پر اسرائیلو توغندي بریدونه کیږي. د سپتمبر او اکتوبر میاشتو کې هم زور پالونکو فلسطینیانو پراسرائیلو باندي هاوانونه غوځار کړل. د غزې په ۵۰ ورځنۍ جگړه کې څه د پاسه ۲۱۰۰ فلسطینیان چې ډیری یې ملکي وگړي ول، او څه د پاسه ۷۰ تنه اسرائیلیان ووژل شول.

د غرې په ختیځ کې هم تاوتریخوالی پیښ شوی دی

د جمعې په ماښام د غزې په ختیځه سیمه کې د فلسطینیانو او اسرائيلي سرتیرو ترمنځ یو لړ اخ او ډبونه رامنځ ته شول. د روغتیا د وزارت د وینا له مخې په دغو پیښو کې شپږ ځوان فلسطینیان ټپیان شول.

د عیني شاهدانو د ویناوو له مخې د غزې په ختیځ سرحدي ښارگوټي، جبلیه کې یو گڼ شمیر فلسطینی ځوانان سره ټول شوي ؤ. هغوی فلسطیني بیرغونه ځان سره لیږدول او د اسرائیلو پر ضد یې شعارونه ورکول او پر اسرائیلي سرتیرو یی تیږې وارولې. په ځواب کې اسرائیلي سرتیرو هوايي ډزې وکړې ترڅو دغه ډله سره تیت اوپرکه کړي. له دې سره شپږ ځوانان ټپیان شول. په دغه ځای کی د هرې جمعې په ورځ فلسطینیان سره ټولیږي ترڅو پر غزې باندي د اسرائیلو د کلابندۍ پر ضد احتجاج وکړي.