1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيل کورونو جوړولو ته دوام ورکوي

۱۳۹۱ دی ۵, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/178sa

د نړيوال له نيوکو سره سره اسرائيل، په اشغال سوي لوېديځ اردن کي د يهودي ناقلينو له پاره د کورونو جوړولو ته ادامه ورکوي. لکه څرنګه چي اسرائيلي راډیو خبر ورکړ، د پارلمان یوې پلان جوړونکي کمېټې د بيت المقدس په جنوبي برخه کي د «جیلو» په ناحیه کښي د ۹۴۰ نوو کورونو له جوړولو سره موافقه کړې ده. د دغي پروژې په باب وروستۍ پريکړه به څو میاشتي وروسته نیول کیږي. سربېره پر دې یوه عالي مؤسسه د لوېديځ اردن د ناقلینو په ښار آرییل کي، لومړني اسرائيلي پوهنتون ته ارتقأ پیدا کړې ده. اسرائيلو تر هغه وروسته چي د ملګرو ملتو عمومي اسامبلې په نوامبر کي فلسطین ته د څارونکي په توگه ځای ورکړ، په فلسطیني سیمو کي یې د کورو جوړولو لانجمن پروګرام بیرته پيل کړ. له هغه راهیسي د يهودي ناقلينو له پاره د زرونو کورونو جوړول منظور سوي دي.