1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیلو د ایران یوه بې پیلوټه الوتکه ویشتلې

۱۳۹۶ بهمن ۲۱, شنبه

د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې د ایران یوه بې پیلوټه الوتکه یې را غورځولې ده. په ورته وخت کې داسې رپوټونه هم ورکول کیږي چې د سوریې پوځ د اسرائیلو یوه اف۱۶ ډوله الوتکه ویشتلې ده.

https://p.dw.com/p/2sRhC
Israel Absturz Kampfjet F-16 nach Einsatz in Syrien
انځور: Reuters/H. Shapira

رویترز خبري آژانس د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د فبروري میاشتې په ۱۰ نیټه) د اسرائیلو د پوځ لخوا د ایران د یوې بې پیلوټه الوتکې د ویشتلو خبر ورکړی دی. د اسرائیل د پوځ د چارواکو په حواله دغې بې پیلوټه الوتکې په سوریه کې د ایران د حکومت تر کنترول لاندې له یوه مرکز څخه الوتلې وه.

د اسرائیلو پوځ ویلي چې دغه الوتکه د اسرائیلو فضا ته داخله شوې وه. سربیره پر دې اسرائیلو په سوریه کې د ایران تر کنټرول لاندې پر سیمې هم بمباري کړې.

د اسرائیلي الوتکې نسکوریدل

بل لوري ته بیا په سوریه کې د سوریې د پوځ لخوا د اسرائیلو یوه اف۱۶ ډوله جت الوتکه ویشتل شوې ده. د سوریې پوځ د دې بریدونو په ترڅ کې د خپل هیواد د پوځ په لاس د اسرائیلو د یوې جنګي جټ الوتکې د ویشتلو او نسکورولو خبر ورکړی دی. خو اسرائیل بیا دغه څه ردوي.

د سوریایي نجونو ورک شوی ماشومتوب

د رویترز خبري آژانس په حواله، اف۱۶ ډوله لویدلې الوتکه د اسرائیلو په خاوره کې نسکوره شوې او پیلوټان یې ژوندي دي. بل لوري ته بیا په آلمان کې د یو تلویزیوني چینل پورې تړلې د «ټاګس شاو» په نامه خبري ویباڼې د اسرائیلې الوتکې د نسکوریدو په هکله په خپل رپوټ کې ویلي چې د اسرائیلو هوايي پوځ په تیرو څو ورځو کې د اسد د ځواکونو پر سنګرونو باندې دمشق ته څیرمه هوايي بریدونه کړي.

د دې هوايي بریدونو هدف د اسد د حکومت د څیړنې او تحقیقاتو د یوه مرکز لمنځه وړل په ګوته شوي. خپاره شوي رپوټونه وايي چې د دې مرکز دنده د کیمیاوي تولید دی.

په غزه کي تونلونه حيرانوونکي دي، انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه: