1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیلو د غزې په تراړه بمباري کړې ده

۱۳۹۱ آبان ۲۷, شنبه
https://p.dw.com/p/16kvX

د حماس د ډلې له لوري پر یروشلم او تل ابیب باندې د توغندیو د توغولو وروسته اسرائیلي هوایي ځواکونو د غزې پر تراړه په خپلو بریدونو کې ډیروالی راوستی دی. د نورو ځایونو سربیره د غزې په ښار کې یوه دولتي ودانۍ هم تر بمبارې لاندې راغلې ده. زیاته شوې ده چې پر دې سربیره د اسرائیل پوځ د یوه ممکنه ځمکنې حملې له پاره هم خپل چمتووالی نیولی دی.

د رسنیو د رپوټونو په حواله اسرائیل د خپل پوځ ۷۵ زره ریزرف شوي سرتیري هم د تیارسئ په حالت کې درولي دي. د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د اسرائیل له لومړي وزیر بینامین نتنیاهو او د مصر له ولسمشر محمد مرسي سره د تلیفون په کرښه د وضعې په اړه خبرې اترې کړي دي.

هغه د فلسطین او اسرائیل تر منځ د مصر له لوري د یوه موافقه منځگړي په توگه د رول د لوبولو هیله څرگنده کړې او په دواړو غاړو کې یې د رامنځ ته شوې مرگ ژوبلې په اړه خپله خواشیني څرگنده کړې ده. زیاته شوې ده چې تر اوسه پورې په دغه نښتو کې ۳۰ تنه فلسطینیان او درې تنه اسرائیلیان وژل شوي دي.