1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

اسرائیلو په سوريه کي د ايران اهداف بمبار کړي دي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۰, پنجشنبه

د ايران او اسرائيلو ترمنځ جنجال نور هم زور اخيستی. د اسرائيلو په خبره د ايران سپاه پاسداران ځواکونو د سوريې له خاوري د گولن پر هسکو بريدونه کړي او اسرائيلو جواب ويلی دی.

https://p.dw.com/p/2xTYo
Syrien - Israel | Iran greift Golanhöhen an
انځور: picture-alliance/Xinhua News Agency

د اسرائیلو پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل چې ایراني ځواکونو له سوریه څخه د ګولن په هسکو کې د اسرائیلو پر لومړۍ کرښې باندې ۲۰ توغندي توغولي دي.

د اسرائیلو د پوځ ویاند یوناتن کوریشوس، ویلي دي چې د ایران قدس ځواکونو پر څو اسرائیلي پوځي اډو باندې توغندي توغولي دي. هغه په دې اړه معلومات نه دي ورکړي چې په کوم اساس د ایران پر ښکیلتیا ډاډه دی.

د توغندیو له کبله د اسرائیلو تر کنترول لاندي ګولن هسکو کې د هوایي برید زنګ هم غږول شوی دی. اسرائیلو دغه سیمه له سوریې څخه په ۱۹۶۷ کال کې نیولې ده.

د سیمې اوسیدونکو شپه په پناه ځایونو کې تیره کړې ده خو سهار بیا ماشومان ښوونځیو ته ولاړل.

ځوابي برید

دغه برید یوه شپه وروسته تر هغه کیږي چې سوریې پر اسرائیلو باندې تور ولګاوه چې دمشق ته یې نزدې پوځي اډې په نښه کړې دي. په بریتانیا کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې ویلي دي چې په دې برید کې ۱۵ کسان وژل شوي دي.

د اسرائیلو د دفاع وزیر ویلي دي چې هیواد به یې ایران ته اجازه ور نه کړي چې له سوریې څخه د اسرائیلو پر ضد د لومړۍ کرښې په توګه کار واخلي. هغه زیاته کړې ده چې له سوریې څخه توغول شوي توغندي د اسرائیلو تر کنترول لاندې سیمو باندې نه دي لګیدلي.

اسرائیلي الوتکو په سوریې کې بریدونه کړي دي

دغه پیښه په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې په وروستیو وختونو کې اسرائیلو او سوریې تر منځ اړیکې ترینګلې شوې دي. په سوريه کې د ایران تر ملاتړ لاندې حزب الله د بشارالاسد رژیم ملاتړ کوي.

کوریشوس ویلي دي چې اسرائیلو په ګولن هسکو کې د ترسره شوي برید ځواب ویلي دي. تر دې څرګندونو لږ وروسته د سوریې پوځ وویل چې پوځ یې د اسرائیلو له خوا توغول شوي توغندی خنثی کړي دي.

د سوریې دولتي خبري آژانس ویلي دي چې اسرائیلي الوتکو د سوریې په خاوره کې توغندي توغولي چې د سوریې دفاعي ځواکونو یې ځواب ویلي دي.

زموږ له ارشيف څخه: