1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیل د عرفات د مرستیال وژل منلي دي

۱۳۹۱ آبان ۱۲, جمعه
https://p.dw.com/p/16bmM

کابو د پنځویشتو کلونو چوپتیا وروسته اسرائیل د هغه وخت د فلسطین د آزادۍ په نوم د سازمان د مرستیال، ابو جهاد وژل منلي دي. د فلسطین د آزادې په نوم دغه سازمان چې انگلیسي مخفف یې PLO دی او مشري یې د یاسر عرفات پر غاړه وه، د هغه مرستیال په ۱۹۸۸م کال کې په تونس کې وژل شوی وو.

اوس د اسرائیلو د پوځ د سانسور ادارې د یوې مرکې د خپرولو اجازه ورکړې ده چې په هغې کې یوه سرتیري د ابوجهاد، د وژلو پړه پر غاړه اخیستي ده. په اصل کې دغه سرتیری د خلیل الواسر په نوم یاد شوی دی. د نوموړي فرمان په عملي کولو کې د دولت دوه تنه اوسني کسان هم شریک کړای شوي دي. په دغه کسانو کې د دفاع وزیر یهود بارک، چې هغه وخت د پوځ د مرستیال دنده یې پر غاړه درلوده او د صدراعظم مرستیال موشې جالون هم شامل دي.

خو دغه دواړو کسانو د نوموړي مرکې په اړه له تبصرې کولو څخه ډډه کړې ده. ابو جهاد د یو شمیر وژونکو بریدونو له پاره گرم گڼل کیږي چې په هغې کې په ۱۹۷۸م کال کې په یوه سرویس موټر باندې برید هم شامل دی چې په کې ۳۸ اسرائیلیان وژل شوي وو.