1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیل د م.م. د بشري حقونو شورا په غونډه کې گډون کوي

مسعود جهش (AFP, dpa, Reuters, AP)۱۳۹۲ آبان ۶, دوشنبه

اسرائیلو ویلي چې په ژنيو کې به د ملگرو ملتونو له خوا د خپل بشري حقونو په اړه په یوې څېړنه کې گډون وکړي. دغه څېړنه به د سه شنبې په ورځ وشي. هارتز ورځپاڼې ویلي چي آلمان له اسرائیلو څخه په دې غونډه کې د گډون غوښتنه کړې وه.

https://p.dw.com/p/1A76h
انځور: Kate Shuttleworth

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې هیواد به يې په ژنيو کې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا د دغه هیواد د کړو د څېړنې په غونډه کې برخه واخلي. د روان کال په جنوري میاشت کې اسرائیلو دغه غونډه بایکاټ کړې وه او د ملگرو ملتونو د بشري حقونو پر شورا باندې یې تور لگولی وو چې د فلسطینیانو په خوښه پریکړي کوي.

د اسرائیلو د بهریو چارو وزارت ویاند یگال پالمور، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې هیواد یې «د ژنيو په غونډه کې د برخه اخیستلو پریکړه کړې ده.»

د هارتز ورځپاڼې ویلي دي چې اسرائیلو د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شورا هغه ارزونه رد کړې ده چې دې شورا د بشري حقونو په برخه کې د اسرائیلو په اړه کړې ده. دغي ورځپاڼي روښانه کړې ده چې اسرائیلو تر هغه وروسته په ژنيو کې د خپل بشري حقونو د وضعیت په اړه په غونډه کې د گډون پریکړه کړې ده چې په دې اړه یې د آلمان د بهرنیو چارو له وزیر گیدو ویستر ویله، څخه یو لیک تر لاسه کړ.

په ورځپاڼه کې راغلي دي چې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله، په دې اړه د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نیتانیاهو، ته لیک استولی دی.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو ۴۷ غړي لرونکې شورا په دوره یي ډول د خپلو غړو وضعیت څېړي. د اسرائیلو د وضعیت څېړنه د فلسطین په اشغال شویو سمیو کې د کورونو د جوړولو په اړه ده.

د زندانیانو آزادو

د یکشنبې په ورځ ناوخته د نتانیاهو حکومت پریکړه وکړه چې ۲۶ تنه نور فلسطیني بنديان به آزاد کړي. اسرائیلیان د ۴۸ ساعتونو په موده کې د دغې پریکړې پر ضد عریضه کولای شي.

تر دې مخکې په اگست میاشت کې هم یو شمیر فلسطیني زندانیان آزاد کړای شوي ول. هغو کسانو چې اوس یې اسرائیلو د آزادولو پرکړه کړې ده د ۱۹ او ۲۸ کلونو تر منځ يې په زندان کي وخت تیر کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د نتانیاهو د کابينې یوه وزیر د دغو بنديانو پر آزادولو باندي نیوکه کړې ده او ویلي يې دي چې د دې کار په پایله کې به لا ډیر ترهگر بریدونه رامنځ ته شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب