1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیل: وروستی توافق د سرائیل بقا له ګواښ سره مخامخولای شي

مسعود جهش (AP, AFP)۱۳۹۴ فروردین ۱۴, جمعه

د ایران او پنځه جمع یو نړیوالو قدرتونو تر منځ د دغه هیواد د اتومي پروګرام پر سر لومړنۍ موافقې په نړیواله کچه بیلابیل غبرګونونه راپارولي. امریکا د دغه توافق هرکلی کړی، خو اسرائیلو بیا د ایران لار خپل ځان ته ګواښ بللی دی.

https://p.dw.com/p/1F2OU

په سویس کې تر اتو ورځو خبرو اترو وروسته، شپږو لویدیځو هیوادونو د پنجشنبې په ورځ ناوخته له ایران سره د دغه هیواد د اتومي پروګرام پر سر یوه لومړنۍ موافقه وکړه. د رامنځ ته شوي لومړني توافق له مخې به ایران خپل اتومي پروګرام محدود کړي او په بدل کې به امریکا متحده ایالات او اروپايي ټولنه پر دې هیواد باندې لګیدلي بندیزونه له منځه یوسي.

په ایران کې د دې خبر له خپریدو سره د جمعې په ورځ خوشحالۍ وشوې خو لږ تر لږه یو هیواد د رامنځ ته شوي توافق په اړه انديښنه څرګنده کړه. اسرائیل وویل چې په راتلونکې کې د ایران د لارې بدلیدل به «د اسرائیل بقا له خطر سره مخامخ» کړي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما بیا رامنځ شوی توافق له ایران سره تر کلونو خرابو اړیکو وروسته یو «تاریخي تفاهم» وباله. هغه په عین حال کې ټینګار وکړ چې لا هم باید ډیر کار وشي.

ولسمشر اوباما په یوې تلویزیوني وینا کې وویل: «که ایران درغلۍ وکړي نو نړۍ به پرې پوه شي.»

دا په داسې حال کې ده چې اسرائیل بیا ګواښ وکړ چې رامنځ ته شوی توافق به په نړۍ کې د اتومي رقابت او ویروونکې جګړې ګواښ لا زیات کړي.

د ولسمشر اوباما خبرو ته په اشاره کولو سره د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، وویل چې «وروستی توافق به اتومي بم ته د ایران د رسیدو لار بنده نه کړي بلکه لا به یې آسانه کړي».

د هغه ویاند په خپل تویتر پاڼه کې د اسرائیلي لومړي وزیر په حواله لیکلي دي: «داسې یو تړون چې د کار پر دې شیوې باندې ولاړ وي به د اسرائیل بقا له ګواښ سره مخامخ کړي.»

شوی توافقونه به د روان کال د جون تر میاشتې پورې په یوه تړون کې د ټولو اړخونو خوا تنظیم شي او تر لاسلیکیدو وروسته به يې له مخې کار پیل شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب