1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیل: پر ایران به برید تر سره نه کړو

۱۳۹۱ مرداد ۲۷, جمعه
https://p.dw.com/p/15rcK

د اسرائیلو ولسمشر شېمون پېریس، پر ایران باندې د خپل هیواد له خوا په یوازې سر پوځي برید، د امکان څخه لیري بولي. پیریس د خپلې ۸۹ کليزې په مناسبت په یوه مرکه کې وویل چې اسرائیل باید په دې اړه د امریکا له متحده ایالاتو سره سلا مشوره وکړي.

امریکا او نور غربي هیوادونه پر ایران تور لګوي چې په پټه اټومي وسلې جوړوي. دوی ورځ پر ورځ پر دغه هیواد باندی سخت بندیزونه وضع کوي. خو ایران بیا د ځان په اړه دغه ټول تورونه ردوي. اسرائیل د څو میاشتو راهیسې ایران ته اخطار ورکوي چی د دغه هیواد پر اټومي دستګاوو به پوځي برید تر سره کړي. خو امریکا بیا برعکس کوښښ کوي چی دغه شخړه د دیپلوماتیکي لارې څخه حل کړي.