1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرايلي پوځونه د غزې تراډي ته ور ننوتل

۱۳۸۶ بهمن ۱۸, پنجشنبه

اسرايلي سرتيري چي د ټانکونو او جنګي الوتکو لخوايي ملاتړ کېدی د غزې د تراډي شمالي برخي ته ورننوتلي دي.

https://p.dw.com/p/DKBd
د اسرايلو د لومړي وزير مرستيال د حماس تندلاري اسلامي ډلي ته د جګړې ګواښ کړی دی
د اسرايلو د لومړي وزير مرستيال د حماس تندلاري اسلامي ډلي ته د جګړې ګواښ کړی دیانځور: AP

د حماس او اسلامي جهاد ويندويانو وويل، چي د اسرايلي سرتيرو سره په جګړو کي د حماس د ډلي پنځه تنه او د اسلامي جهاد يوتن جنګيالی وژل سوی دی.

د روغتيايي ادارو د څرګندونو له مخه، په دې نښتو کي بيت حنون ته نژدې

يو ښوونکی وژل سوی او څو تنه زده کونکي ټپيان سوي دي.

تيره ورځ دوه تنه اسرايلي کوچنيان هغه وخت ټپيان سول، چي د غزې د تراډي څخه د اسرايلو پر جنوب باندي دوې توغندی ور و توغول سوې. د اسرايلو د لومړي وزير مرستيال Haim Ramon د حماس ګوند ته چي د غزې تراډه يي تر کنترول لاندي ده په ټولو جبهو کي د جګړې ګواښ کړی دی.