1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرايل او فلسطين خبرو ته سره کښېني

۱۳۸۶ دی ۳, دوشنبه

اسرايل او فلسطين غواړي د نوومبر په مياشت کي د نژدې ختيز د سولي د نړيوال کنفرانس څخه وروسته د دوهم ځل دپاره نن ددوشنبې په ورځ د روغي جوړي خبرو ته سره کښېني.

https://p.dw.com/p/DKC7
د غونډي پروسه د اسرايلو دې هوډ خړه پړه کړې، چي غواړي په لوېديځ اردن او هم د بيت المقدس په ختيځه برخه کي يهودي کلي جوړ کړي.
د غونډي پروسه د اسرايلو دې هوډ خړه پړه کړې، چي غواړي په لوېديځ اردن او هم د بيت المقدس په ختيځه برخه کي يهودي کلي جوړ کړي.انځور: AP

د غونډي پروسه د اسرايلو دې هوډ خړه پړه کړې، چي غواړي په لوېديځ اردن او هم د بيت المقدس په ختيځه برخه کي يهودي کلي جوړ کړي.

اسرايلو د يکشنبې په ورځ اعلان وکړي، چي په هارهوما او مالي ادوميم کي به 740 نوي کورونه جوړکړي، ددې دپاره يي د 2008 مېلادي کال په نودجه کي پنځه ويشت مليونه ډالره په پام کي نيولي دي.

د فلسطين مشر محمود عباس ويلي دي، اسرايل نسي کولای، چي د يوې خوا سوله وغواړي او د بلي خوا د هستوګنځيو په پراختيا لاس پوري کړي.