1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرايل: که د ګولدستون پر رپوټ باندي خبري وسي نو د فلسطيني ادارې سره به د سولي خبري پريکړو

۱۳۸۸ مهر ۲۳, پنجشنبه

دا اټکل کېدلی شي، چې د ملگرو ملتونو دا اداره به په غزه کې د حماس پرضد د اسرائيلو جگړه غندي - هغه هم د Goldstone د رپوټ له مخې. په رپوټ کې پر اسرائيلو او حماس باندې د جنگي او بشري جنايت تور پورې شوی...

https://p.dw.com/p/K6q5
د اسرائيلو د پوځي راديو د يوه رپوټ له قوله، د پوځ د وزارت يوه مرستيال دا گواښ کړی، که چېرته د Goldstone رپوټ د امن نړيوالې جرگې ته ورسيږي، نو دوی به د فلسطينې کورواکه ادارې مشرتابه ته سزا ورکوي
د اسرائيلو د پوځي راديو د يوه رپوټ له قوله، د پوځ د وزارت يوه مرستيال دا گواښ کړی، که چېرته د Goldstone رپوټ د امن نړيوالې جرگې ته ورسيږي، نو دوی به د فلسطينې کورواکه ادارې مشرتابه ته سزا ورکويانځور: AP

سبستيان انگلبرېښت راليکي، د فلسطين مشر محمود عباس د خپلو خلکو فشار ته غاړه اېښې او پر خپله پرېکړه باندې يې غور کړی دئ. تر دوو اونيو وړاندې يې دا غوښتنه کوله، چې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د Goldstone په نامه رپوټ په هکله بحث د راتلونکي کال د مارچ مياشتې ته وځنډول شي.

د دې غوښتنې په وړاندې نه يواځې له سياسي مخالف اسلامي لوري حماس څخه نيوکې راپورته شوې، بلکه خپلو ملگرو يې هم سرڅنډنې، مايوسي او مخالفت څرگند کړ. عباس د اسرائيلو او امريکې تر فشار لاندې معامله کوله او بايد چې د گډکار تورونه يې آورېدلي وای. د اکتوبر د مياشتې په لسمه د يکشنبې په ورځ د فلسطين مشر اعلان وکړ، کورواکه اداره هم غواړي د Goldstone د رپوټ په باب خاصه غونډه جوړه شي. نو ځکه د ملگروملتونو د بشري حقونو شورا به د جمعې او شنبې په ورځو سره جرگه کيږي.

دا اټکل کېدلی شي، چې د ملگرو ملتونو دا اداره به په غزه کې د حماس پرضد د اسرائيلو جگړه غندي - هغه هم د Goldstone د رپوټ له مخې. په رپوټ کې پر اسرائيلو او حماس باندې د جنگي او بشري جنايت تور پورې شوی. اسرائيل دا وېره هم لري، چې د ملگرو ملتونو دا اداره به بيا د Goldstone رپوټ د امن نړيوالې جرگې ته هم وړاندې کوي. او هغه بيا امکان لري په هاگ کې له نړيوالې جزايي محکمې څخه وغواړي چې د غزې د جگړې مسئول کسان عدالت ته کش کړي.

خو ممکن خبره تر دې ځايه پورې ونه رسيږي. په ملگرو ملتونو کې د اسرائيلو استازې د اسرائيلو د پوځ په راديو کې ډاډ ورکړی، چې د امريکې متحده ايالتونه به د دوی پرخوا دريږي. گبريله شاليف وايي:

(د بهرنيو چارو وزيرې هلري کلنټن ژمنه وکوله، چې، که چېرته په ملگرو ملتونو کې خبره رايگيري ته ورسيږي، نو په هغه صورت کې به د امريکې متحده ايالتونه د ويتو له خپل حق څخه گټه اخلي.)

مگر ښايي د فلسطين د مشر محمود عباس سياسي بدلون هم د دې سبب نه شي، چې په پای کې به د اسرائيلو پخوانی لومړی وزير ايحود اولمرت او يا د پوځ وزير بارک د هاگ محکمې ته وړاندې کيږي. خو اسرائيل د خپلې نړيوالې بدنامۍ څخه ډاريږي. د اسرائيلو د پوځي راديو د يوه رپوټ له قوله، د پوځ د وزارت يوه مرستيال دا گواښ کړی، که چېرته د Goldstone رپوټ د امن نړيوالې جرگې ته ورسيږي، نو دوی به د فلسطينې کورواکه ادارې مشرتابه ته سزا ورکوي. په دې اړوند په رام اله کې د فلسطين مشرتابه ته ليکلی خبر هم ورکړل شوی. د اسرائيلو حکومتي استازي څرگنده کړې، کورواکه اداره بايد په دې ښه پوه شي، چې د دوی سياسي او اقتصادي برخليک په دې پورې تړلی، چې آيا د فلسطينې ترهگرانو پر ضد مبارزه کې له اسرائيلو سره گډکار کوي او که څنگه.

اسرائيل د عباس د لوري له بدلون څخه سخت مايوس دي. فلسطنيان وايي، چې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د شوار په غونډه کې نه بايد يواځې د غزې جگړې ته، بلکه د بيت المقدس برخليک، د غزې د تراړې کلابندي او هم د جبل الهيکل پر غره باندې وروستيو ناآراميو ته هم نظر واچوي.

Engelbrecht, Sebastian/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل