1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسراييلو بيا هوايي بمبارۍ کړي دي

۱۳۸۷ بهمن ۱۴, دوشنبه

د اسراييلو هوايي ځواک تيره شپه د غزې د تړانګي په جنوب او په مرکزي برخو کي په حملو لاس پوري کۍ ...

https://p.dw.com/p/GlvH
د غزې تراډه تر جنګونو او اسراييلي هوايي بمباريو وروسته
د غزې تراډه تر جنګونو او اسراييلي هوايي بمباريو وروستهانځور: AP

اسراييلي خبري رسنيو د پوځي سرچينو په حواله رپوټ ورکړۍ، چي ددغو حملو هدف هغه تونلونه وه، چي د غزې د تړانګي څخه د رفح په سيمه کي د مصر سرحد ته ايستل سوي وه، اوهم د حماس پر امنيتي ځواکونو باندي .

د هوايي حملو څخه مخکي د غزي دتړانګي د پولو پر سر د مشکوکو تونولو په اوږدوکي جنګي الوتکي والوتلې . د ږغيږ خبرداري سره بايد په سل ګونو خلګ چي تر مځکي لاندي تونلونو کي يې کار کاوه ،دغه سيمه د اوسيدونکو سره يو ځاي پرې ايښې وي . د مرګ ژوبلو په هکله ترنن سهار پوري کوم رپوټ نه دی ورکول سوی .

ددغو تونولو څخه د غزې کلابندي سوي سيمي ته د وسلو دتيرولو ترڅنګ ټول نور هغه مواد هم استول کيږي چي داسراييلو د کلابندۍ له امله د عادي سرحدي لاروملکی خلګوته نه رسيږي . د بريتانوي مرستندوي سازمان، اکسفام، د اټکلونو له مخي، اسراييل اجازه نه ورکوي د غز ي اوسيدونکو ته د 50 فيصدو څخه زيات د ورځنيو اړتيا موادو وليږل سي . د هغوي ضرورتونه تر دري اونيو پوځي عملياتو وروسته نور هم ډيرسوي دي . دغه سازمان علاوه کوي چي بشري مرستو ته د لاس رسي ضمانت بايد وسي .

د اکسفام د نن سهار د يوې خپرې سوي خبر پاڼي له مخي : « سر بيره پردې غزه د هغو يويشت زرو کورونو دپاره هم موادو ته اړتيا لري چي د جګړي په ورځوکي نړيدلي يا تاواني سوي دي .» ددغه سازمان په خبر پاڼه کي راغلي دي چي اسراييلي چارواکي حتی، خوراکي مواد، لکه مکرونيو ته هم اجازه نه ورکوي چي غزې ته انتقال سي .

په عين وخت کي داسراييلو دحکومت د مشرانو په منځ کي د غزې د تړانګي په مقابل کي د راتلونکو اقداماتو په هکله شخړي ډيري سوي دي . لکه څنګه چي ټولواسراييلي خبري رسنيو رپوټ ورکړی دی،چي په کابينه کي ديوې خوا دصدراعظم اولمرت او بهرنيو چارود وزيري ليفني اود بلي خوا ددفاع د وزير اهودبارک تر منځ تند بحثونه رامنځته سوي دي . ليفني چي د پارلماني انتخاباتو څخه اته ورځي مخکي په عام پوښتنوکي له ښه ريکارد څخه برخه منه نه ده،د فلسطيني افراطينو د هر توغندي بريد په مقابل کي د سمدلاسه پوځي او غيرانډول ځواب غوښتنه کړې ده . د اسراييلي مطبوعاتو په وړاندي ليفني وويل :

« زما په نظرسړې بايد انتظار ونه باسي . دا سمه نه ده . جواب بايد سخت او سمدلاسه ورکول سي . دا يوازنۍ لارده، تر څو حماس پوه سي چي انډول بدل سوی دی، او اسراييل په غښتلو او تر پخوا په ډیرو قوي عملياتو لاس پوري کوي .حتی که د هغو يو توغندی پرهدف باندي هم ونه لګيږي . موږ انتظار نسو ايستلاي . موږ نسوکولاي چي دې ته انتظار وباسو چي د توغنديو ښې ډيري حملې وسي، او بيا عمل وکو.»

خوددفاع وزير اهودبارک بيا د يوه نوي اوربند سره علاقه لري چي د مصر په مينځګړيتوب وتړل سي .اسراييلي رسنيو د بارک له وينا رپوټ ورکړی، چي دی پر ليفني باندي تور لګوي چي دداسي مسايلو څخه خبري کوي ،چي ورباندي نه پوهيږي .

د اسراييلو امنيتي خدمات په دې نظر دي چي داسراييلو پرجنوب باندي څلور قسام توغندي او 14 هاوانونه د حماس لخوا ندي فير سوي . هغوي وايي چي دا د تيت او پرکو فلسطيني ډلو کار دی چي د هغو په نتيجه کي پرون يو ملکي اسراييلی او دوه اسراييلي سرتير ي ټپيان سوي دي . د اسراييلو امينتي خدمات وايي : داسي ښکاري چي حماس د اوربند د ټينګولو په لټه کي وي .

.