1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسراييليانو او فلسطينيانو دخبرو پردوام موافقه سره وکړه

۱۳۸۹ شهریور ۱۲, جمعه

په منځني ختيځ کښي د امريکا خاص نماينده جورج ميشل د اسراييلو ، فلسطنيانو او امريکا ترمينځ درې اړخيزه اوږدې خبري اغيزمني او ګټه وري وبللې

https://p.dw.com/p/P3dH
انځور: picture-alliance/dpa

نيتان ياهو او محمود عباس دواړو د ملکي خلکو په مقابل کې زور زياتی په کلکه وه غانده ، دواړو دا ژمنه وکړه چي پدغه سيمه کښي به د خلکو د امنيت او ډاډمنتوب دپاره هڅي کوي ، دواړو دا په ډاګه کړه چي د دواړو تر مينځ ددوو دولتو مسله په اصل کښي د لانجمنو پوښتنو د منځه وړلو لويه ستونزه ده .

دغه مشکل بايدپه راتلونکي يوه کال کښي حل او فصل ، او يو اساسي تړون رامنځ ته سي چي د دواړو دپاره د سولي يو بنسټ په ګوته کړي . پدې هکله ميتشل وايي،

« زموږ په درې اړخيزو خبرو کښي پر ډيرو مهمو ټکو باندي خبري وسوې ، جمهور ريس محمود عباس او د اسراييلو صدراعظم دواړو دا نظر جوت کړی چي راتلونکي خبري اتري بايد جدي او د باور وړ وي . دواړه پدې نظر وه چي خبري اتري هغه وخت نتيجه ورکوي چې باوري او پټي وي .»

George Mitchell / Nahost / Israel / Palästinenser / USA
انځور: AP

د امريکا خاص نماينده ميتشل د شمالي ايرلينډ د بحران د نماينده په حيث د اوږدو او مشکلو پروسو په هکله خورا تجربه لري ، او دا اميدواري يې رامنځته کړه چي داسراييلو او فلسطنيانو په مسله کښي به هم د امريکا جمهور ريس ته برياليتوب ور په برخه کړي . ميتشل بيا وايي ،

«يو ښکاره تفاوت دادی چي د امريکا جمهورريس اوباما د يوازني جمهوررييس په حيث د جمهوري رياست د چوکۍ تر اشغاليدو وروسته دغي پروسې ته په مستقيم ډول په ډيره لوړه سويه د لمړيتوب حق ورکی او رأساً يې معامله وکړه . »

ده اضافه کړه چي ، د امر يکا د پخواني جمهوررييس څخه به په اخرنيو وختونو کښي هميشه وخت تيريدی .

د خبرو اترو په لمړي پړاو کې محمود عباس او نيتانياهو دواړو څرګنده کړه چي اصلي شخړه ايز ټکي په حقيقت کښي کوم دي : دواړو دې ته ځان تيار و ښوی چي په بعضو ټکو کښي بايد تفاهم ته لاره خلاصه سي . محمود عباس پر دې ټينګار وکی چي د فلسطينيانو پر مځکو باندي دي د اسراييلي ناقلينو د کورونو جوړول بند سي اوهم يې په غزه کښي د بنديزونو د ختمولوغوښتنه وکړه .

نتان ياهو بيا دا وويل چي د يوه يهودي دولت په حيث د اسراييلي دولت پيژندل ددې سره په تضاد کښي ندي چي غير يهودي خلک پدغه هيواد کښي د ژوند کولو حق نه لري ، او يا حقوق نه ورته ورکول کيږي .

کريستينا بِرګمن / ګرديوال

کتونکی : محمد قاسم نوري