1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسراييل د غزې په تراډه کي خپلو بمباريوته ادامه ورکوي

۱۳۸۷ دی ۹, دوشنبه

د شنبی د ورځی را په دېخوا پراسراییلو باندی د حماس دتوغنديو د بریدونو څخه وروسته اسراییلی جنګی الوتکی پرله پسې بمبارۍ کوی

https://p.dw.com/p/GOeN
په غزه کښی کوښښ کيږي چه د بمبايو له کبله رامنځته سوی اور ووژل سي
په غزه کښی کوښښ کيږي چه د بمبايو له کبله رامنځته سوی اور ووژل سيانځور: AP

د غزی د ښار په مرکز کی هوایی ځواکونو تیره نیمه شپه پر اسلامی پوهنتون او د هغه پر میلمه تون باندی په توغندیو سره حمله وکړه.

داسی ښکاری چی دحملې په وخت کی په دغه پوهنتون کی څوک نه ؤ. تر هغه وروسته اسراییلی هوایی ځواکونو د جبیلی د مهاجرو په کمپ کی چی دغزې د ښار په ګاوندیتوب کی پروت دی ، یو کور ویشتۍ . په دغه کور کی څلور تنه ووژل شول چي د هغو په جمله کی یوه کوچنۍ نجلی هم شامله ده . دغه خبر داسراییلو خبري رسنیو نن سهار وختی ورکۍ .

همدا راز پر هغی یوې ودانۍ باندی هم برید شوې چی د حماس د حکومت د مشر حنیا د کور تر څنګ ولاړ ؤ. حنیا په دغه وخت کی په خپل کور کی نه ؤ. د غزې په جنوب کی د رفع پر سیمه باندی هم بمبارۍ وسوې چی ویل شوی دی دری خویندی وژل شوی دي . په رسنیو کی ویل سوی چی د دغی حملی هدف د حماس یو لوړ پوړی قوماندان ؤ.

دا چی څه وخت ټانکونه او پیاده قواووی په غزه کی د عملیاتو دپاره قومانده اخلی، تر اوسه پوری لا روښانه نه ده،اواسراییل نه غواړي دهغه جزییات بيان کړي .

د اسراییلو دخبری رسنیو د رپوټونو له مخی تیره شپه هم دغز ی څخه پر اسراییلو باندی د قسام توغندی توغول سوی دي ، خو کوم تاوان یې نه دی اړولی.

د بلی خوا نړیوالی ټولنی په منځنی ختیح کی د نوو زور زیاتیو په وړاندی عکس العمل ښودلی،اوپر ټولو اړخونو یی ددښمنيو دپای ته رسيدو ږغ کړی دی.

د ملګرو ملتو عمومی منشی، بان کی مون په غزه کی د زور زیاتیو دسمدلاسه پای ته رسیدو غوښتننه وکړه او د اسراییلو څخه یی وغوښتل چی غزې ته دبشری مرستواو کومکونو د استولواجازه ورکړی . هلته اوس بشري حالت ډير خراب دی او خلګ په سخته بی وزلۍ اودربدرۍکی ژوند کوی.

د امنیت د شورا اوسني رییس ، نیفن جوریکا چی په ملګرو ملتو کی د کروشيا رییس دی، ددغي شورا تر یوې غونډی وروسته وویل چی :

«د امینت د شورا غړي هیوادونه په غزه کی د تشدد د زیاتیدو په هکله جدی اندیښنه لری او پر ټولو اړخونو باندی یی د زور زیاتیو د بس کولو ږغ کړی دی. »

د جوریکا تر څنګ د روسيې استازی ویتالی چورکین هم د غزې وضعيت ته په اشارې سره وویل ،چي زه فکر کوم لاندنی کرښه ټولو ته روښانه وه،« دا هغه یو وضیعت ؤ چی بالاخره یووار بیا ډیرو بد ورګو زور زیاتیو ته وروښویدۍ . او دا ډیر خطرناکه حالت دی .»

د امنیت د شورا د بل دایمی غړي د امریکا د متحده ایالاتو استازي، زلمی خلیل زاد داسراییلو او حماس تر مینځ اخ او ډب ته په اشارې سره وویل،چي غونډه ددې دپاره نه وه دیراه شوې چی یو یا بل اړخ ورباندي ملامت سی:«مهمه خبره په دی غونډه کي دا وه چي اسراييلو ته ګوته ونه نيوله سوه.»

خو په ملګرو ملتو کي دفلسطينيانو استازي رياض منصور وويل :

« زه تاسو ته ډاډه درکوم چي موږ، عربي نړۍ، او د امنيت په شورا کي زموږ نوردوستان به بيرته راسو او ددغي شورا دروازه به بيا وټکوو تر څو اسراييل د مقرراتو پابندۍ ته راواړول سي .»

د خبري رسنیود معلوماتو له مخی په دغو حملو کی تراوسه پوری څه د پاسه300 خلک وژل شوی دی او څه نا څه 600 نور ټپیان دی.

د ملګرو ملتو عمومی منشی د اسراییلو د هوایی ببماریو له امله د فلسطینی مرګ ژوبلو او همدا رنګه د یوه تن اسراییلی دوژل کیدو په هکله خپل خپګان ښکاره کړی دی .