1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اسلامي دولت» ترهگرې ډلې بله سیمه هم نیولې

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۴ خرداد ۱, جمعه

د سوریې د لرغوني ښار تمرد «پالمیرا» تر نیولو وروسته، افراطي ډلې «اسلامي دولت» له دولتي ځواکونو څخه عراق ته تلونکي سرحدي لاره هم نیولې ده. په عراق کې هم دغه ډله د پرمختگ په حال کې ده.

https://p.dw.com/p/1FU33
انځور: picture-alliance/Zuma Press/M. Dairieh

لندن میشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان ویلي دي چې د سوریې حکومتي ځواکونه د الولید تانیف، له سرحدي دروازې څخه پر شا شوي دي. د رویټرز خبري آژانس د اسلامي دولت د ډلې له لوري د دغې سرحدي لارې نیول تائید کړي دي. د دغې لارې په نیولو سره د سوریې او عراق تر منځ ډیره سیمه د هغوی لاس ته لویدلې ده. په شمال ختیځ کې د دغې پولې یوه برخه د کردي ملیشو له لوري کنترولیږي.

پر رمادي د اسلامي دولت برید

د عراقي پولیسو د وینا له مخې د اسلامي دولت جنگیالیو د انبار ولایت مرکز رمادي په ختیځ کې د حسیبه په سیمه کې د امنیتي ځواکونو دفاعې کرښې پر لور پرمختگ کړی دی. نوموړې ترهگرې ډلې د رمادي ښار د تیرې یکشنبې په ورځ ونیو او په دې ترڅ کې یې زغروال نقلیه وسیلې او وسلې هم لاسونو ته ورغلې. د عراق حکومت د شیعه ملیشو په مرسته غوښتل چې د پلازمینې بغداد په سل کیلومترۍ کې پروت دغه ښار بیرته ژر ونیسي.

په سوریه کې د پالمیرا چې په عربي ژبه یې «تمرد» هم بولي، لرغوني ښار تر نیولو وروسته دغې ډلې کابو د سوریې نیمه برخه تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده. دغه ښار د خپل بې سارې لرغونتوب له کبله مشهوره دی او د نړۍ په کلتوري میراثونو کې شمیرل کیږي. د سوریې دولتي خبري آژانس سنا د رپوټ له مخې د «اسلامي دولت د ترهگرو د یو ستری برخې» د پرمختگ څخه وروسته حکومتي پلوه ځواکونه له دغه ښار څخه پر شا شوي دي. لندن میشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان د مشر عبدالرحمان د وینا له مخې زیاتره حکومتي عسکرو د حمص ښار ته شاتگ کړی دی.

Karte IS Irak Syrien 20.05.2015 Deutsch

د عبدالرحمان د وینا له مخې د نوموړې ډلې جنگیالیو د دغه ښار تر ولکه کولو وروسته ۱۷ تنه اعدام کړي دي چې په کې حکومتي عسکر او ملکي کسان شامل دي. هغه زیاته کړې ده چې لږ تر لږه له څلورو تنو سرونه پریکړل شوي دي. د عبدالرحمان په وینا ملکي کسانو د یوې ځايي اداري شوری له پاره کار کاوه او د اسلامي دولت ډلې له لوري له حکومت سره د کار کولو په تور گرم گڼل شوي دي.

یوه سوریایي فعال د فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې، نوموړې افراطي ډلې د پالمیرا، اوسیدونکو ته ویلي دي چې خپل کورونه پرې نه ږدي. زیاته شوې ده چې «جهادیستان» په استوگنځایونو کې د بشارالاسد د پلویانو په لټه کې دي. داسې انديښنې هم شته چې نوموړې تندلارې ډله به په دغه ښار کې لرغوني آثار ویجاړ کړي. تر دې دمخه نوموړې ډلې په عراق کې ډیر شمیر لرغوني تاریخي آثار له منځه وړي دي.

امریکا متحده ایالات وسلې انتقالوي

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په وروستیو وختونو کې د اسلامي دولت ډلې له لورې د سیمو نیول دومره مهم نه دي گڼلي. هغه په واشنگټن کې پر دې خبره باندې ټینگار کړی دی چې په دې هکله هیڅ انديښنه نه لري چې گواکې د اسلامي دولت پر ضد به جگړه به بریالۍ نه شي. په عین وخت کې امریکا متحده ایالاتو له عراق سره د مرستو د پیاوړتیا ډاډ ورکړی. د پنتاگون ویاندې ویلي دي چې عراق ته به د ټانک ضد نور ۲۰۰۰ توغندي واستول شي. زیاته شوې ده چې په راتلونکي اوونۍ کې به دغه وسلې بغداد ته ورسیږي.