1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اسلامي دولت» د فلسطیني کډوالو د کمپ لویه برخه نیولي

آژانسونه۱۳۹۴ فروردین ۱۳, پنجشنبه

تندلارې ډلې «اسلامي دولت» د لومړي ځل له پاره د سوریې د پلازمینې دمشق پر لور پرمختگ کړی دی. د بیلابیلو سرچینو د رپوټونو له مخې ویل کیږي چې نوموړې ډلې د فلسطیني کډوالو د «یرموک» کمپ لویه برخه نیولې ده.

https://p.dw.com/p/1F1ge
انځور: Reuters/Mohamad Mohamad

د فلسطین د آزادي بخښونکي سازمان (پي ال او) یوه تن استازي ویلي دي چې د تندلارې ډلې «اسلامي دولت» جنگیالیو د سوریې په پلازمینه کې د فلسطیني کډوالو د ستر کمپ یرموک ډیره برخه نیولې ده. زیاته شوې ده چې په دغه کمپ کې اوس هم جگړه ادامه لري. د ورکړل شوو رپوټونو له مخې جنگیالیو د کډوالو پر دغه کمپ باندې هجوم وروړی دی.

د فلسطین د آزادي بخښونکي سازمان یوه تن استازي انور عبدالهادي ویلي دي چې د افراطي ډلې اسلامي دولت، جنگیالیو د هجوم په پایله کې یې د دغه کمپ لویه برخه تر خپل کنترول لاندې راوستې ده. هغه ویلي دي چې د اسلامي دولت، د جنگیالیو او د فلسطیني ملیشو د غړو تر منځ جگړه ادامه لري. لندن میشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان دغه معلومات تائید کړي دي.

۱۸۰۰۰ کسان په کمپ کې دي

د یرموک د کډوالو ستر کمپ د سوریې د پلازمینې په سویل کې پروت دی. یو وخت په موقتي توگه ۱۶۰ زره سوریایانو او فلسطینیانو په دغه ځای کې ژوند کاوه او اوسمهال په دغه ځای کې د اوسیدونکو کډوالو شمیر شا او خوا ۱۸۰۰۰ تنو ته رسیږي. دغه کمپ د ۲۰۱۳م کال د جولای په میاشت کې د یوه کال څخه د زیاتې مودې له پاره د سوریې د پوځ له لوري کلابند شوی وو او ډیر شمیر انسانان له دې کبله د خوراکي توکو او دارو درملو له کمښت سره مخامخ شوي وو. د فلسطيني وسله والو ډلو سره د یوه تړون وروسته د ۲۰۱۴م کال د فبروري په میاشتې کې سوریایي یاغیان له دغه کمپ څخه ووتل.

تندلارې ډلې اسلامي دولت، د تیر کال په دوبي کې په سوریې او د هغې په گاونډي هیواد عراق کې یو شمیر سیمي تر خپل کنترول لاندې راوستې او هلته یې یو «اسلامي خلافت» اعلان کړ. دغه ډله د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت پر ضد جنگیږي خو له یو شمیر نورو ډلو سره هم دښمني لري.

په عین وخت کې د سوریې په سویلي ولایت درعا کې سوریایي یاغیانو د حکومت له لوري کنترولیدونکي اردن ته تلونکي سرحدي پوسته باندې برید کړی دی. لندن میشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان په وینا یو شمیر وسله والو ډلو چې په کې تندلاري اسلامپاله هم شامل وو د چهارشنبې په سهار د «نصیب» په سیمه کې پر سرحدي پوستې باندې برید پیل کړ. زیاته شوې ده چې د سوریې پوځ د نصیب په شا او خوا سیمه کې د یاغیانو پر مورچلو بیلري بمونه وغورځول او د توغندیو بریدونه یې وکړل.

د «النصره جبهې» په نوم تندلارې اسلامپالې ډلې تیره اوونۍ په درعا ولایت کې یو شمیر سیمې نیولي دي. د دغو نوو جگړو په غبرگون کې د اردن له لوري سرحدي لار تړل شوې ده. په عمان کې د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د امنیتي دلایلو له کبله د جابیر سرحدي لار په مؤقتي توگه تړل شوې ده.

په سوریه کې د بشارالاسد پر ضد څلور کاله تر مخه پیل شوي احتجاجونه پر کورنۍ جگړې واوښتل. د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان په وینا په دغه موده کې ۲۱۵۰۰۰ انسانان وژل شوي دي او نور په میلیونونو سوریایان بیا د هیواد په داخل کې او یا هیواد څخه د باندې تيښتې ته مجبوره شوي دي. د دغې جگړې په پایله کې «اسلامي دولت» نومې ډلې هم سر راپورته کړ.