1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اسلامي دولت» ډله کوباني ته نژدې سوې

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مهر ۱۴, دوشنبه

د اسلامي دولت تروريستي ډله له خوا په سوريه کي د ترکيې سرحد ته نژدې کرد مېشته ښار کوباني د نيولو تلاښونه دوام لري. د يکشنبې په ورځ يوې کردۍ ښځي په ځانمرگي بريد سره د اسلامي دولت ډلي ته سخته مرگ ژوبله واړوله.

https://p.dw.com/p/1DQDA
انځور: Bulent Kilic/AFP/Getty Images

د اسلامي دولت ډلي جنگياليو د يکشنبې په ورځ پر کوباني ښار باندي خپلو يرغلونو ته دوام ورکړ. د خبري سرچينو په حواله دا د «اسلامي دولت» ډلي له خوا پر دغه ښار باندي تر ټولو سخت يرغلونه دي.

پر «اسلامي دولت» ډلي باندي د امريکا په مشرتوب ائتلاف د هوايي بريدونو سره سره بيا هم دغه تروريستي ډله د کوباني ښار جنوب لوېديځ يو کيلومترۍ ته ځان نژدې کړی دئ.

په کوباني ښار کي يوه محلي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي هوايي بريدونه تر اوسه پوري موثر نه دي او دغه ښار اوس هم د يرغل کوونکو د ټانکونو او توپخاني تر بمبار لاندي دئ. هغه دغه راز له ښار څخه د دفاع کوونکو کردي او ائتلافي ځواکونو ترمنځ د نه همږغۍ خبره کړې ده.

کردانو ويلي دي چي د کوباني ښار د دفاع په برخه کي يوې کردۍ ښځي پر «اسلامي دولت» ډلي باندي ځانمرگی بريد کړی دئ، او د هغوی يو شمېر ئې وژلي دي.

په لندن کي د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې دغه خبر تائيد کړی دئ او ويلي ئې دي چي په دغه يرغل کي د قربانيانو دقيق شمېر معلوم نه دئ.

د ترکيې په خاوره کي د مرميو لگېدل

پر کوباندي ښار باندي د کلابندۍ کړۍ تنگه سوې ده
پر کوباندي ښار باندي د کلابندۍ کړۍ تنگه سوې دهانځور: Aris Messinis/AFP/Getty Images

د عيني شاهدانو په حواله کوباني ښار ته نژدې د ترکيې په خاوره کي يو کلي هدف گرځېدلی او د يوې کورنۍ پنځه تنه غړي تپيان سوي دي. په دغه ورځ د ترکيې د ځانگړي ځواک يو عسکر هم ټپي سوي دئ.

ترکيې ترمخه گواښ کړی وو، چي پر خاوره باندي به ئې هر ډول يرغل ته چټک غبرگون وښيي. خو تر اوسه پوري د ترکيې د غبرگون راپور ورکړل سوی نه دئ.

د ترکيې چارواکو د سوريې سرحد ته نژدې د خپلو دوو کليو اوسېدونکو ته خبر ورکړی دی چي له دغو ځايونو څخه ووځي.

تيره اوونۍ د ترکيې پارلمان د دغه هيواد پوځ ته اجازه ورکړه چي د اړتيا په صورت کي له هيواد څخه د دفاع له پاره پوځي اقدام وکړي.

د ترکيې دولت دغه راز کولای سي چي د «اسلامي دولت» ډلي پرضد جوړ سوي ائتلاف غړی سي. خو تر اوسه پوري لا روښانه نه ده چي ترکيه به د دغي افراطي ډلي پرضد په پوځي عملياتو کي ونډه واخلي که نه.

د بشريت ضد جنايتونه

د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې د خپلو سيمه ييزو سرچينو په حواله راپور ورکړی دئ، چي د يکشنبې ورځي په يرغلونو کي ۳۳ تنه تروريستان او ۲۳ تنه کردان وژل سوي دي.

اسلامي دولت ډلي له درو اوونيو راهيسي د کوباني ښار د کنترول له پاره يرغلونه پيل کړي دي. د دغو بريدونو په ترڅ کي د دغه ښار تر ۱۸۰ زره ډېر انسانان ترکيې ته تښتېدلي دي.