1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اسلامي دولت، ډلې سوریه کې په سلونو کسان تښتولي»

۱۳۹۴ دی ۲۷, یکشنبه

د سوریې په دیر الزور ښار کې د رپوټونو له مخې افراطي ډلې «اسلامي دولت» لږ تر لږه ۱۳۵ تنه وژلي دي. لندن مېشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان ویلي دي چې نوموړې ډلې په دغه ځای کې تر ۴۰۰ زیات ملکي کسان تښتولي دي.

https://p.dw.com/p/1Hes7
انځور: picture-alliance/Rased News Network via AP

اپوزیسیون ته نزدې لندن مېشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان ویلي دي چې جهادي ډلې «اسلامي دولت» د سوریې په ختیځ کې تر ۴۰۰ زیات ملکي کسان تښتولي دي. خبري آژانسونو د دغې سازمان د مشر رامي عبدالرحمان له قوله لیکلې دي چې په دیر الزور، کې د تښتول شوو کسانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شته. د هغه په خبره دغه خلک له البغیلیه او دغه ځای ته له نزدې سیمو څخه تښتول شوي او هغه ځایونو ته بیول شوي دي چې د «اسلامي دولت» ډلې په ولکه کې دي.

د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان په حواله تر دې دمخه د نوموړې ډلې جنگیالیو په یوه یرغل کې تر ۱۳۰ زیات کسان وژلي دي چې پکښې لږ تر لږه ۸۵ ملکي کسان او همداشان ۵۰ حکومتي عسکر او د هغوی ملاتړې ملیشې شاملې دي. د نوموړې سازمان په وینا په دغه نښتو کې د اسلامي دولت، ډلې ۴۲ جنگیالي هم وژل شوي دي. د دې بر خلاف د سوریې دولتي خبري آژانس صنعا بیا د ۳۰۰ تنو د وژل کیدو خبره کوي. زیاته شوې ده چې زیاتره قربانیان زړې ښځې او ماشومان دي.

لندن مېشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان رپوټ ورکړی دی چې د نوموړې تندلارې ډلې جنگیالیو پر دیر الزور ښار باندې له څو اړخونو یرغل کړی دی. د دغه ښار یوه برخه لا تر مخه د نوموړې ډلې له لوري کنترولیږي.

آیا «اسلامي دولت» ډله ییزه وژنه تر سره کړې؟

د رپوټونو له مخې اسلامي دولت، ډله یا داعش د دیر الزور ښار د شمال پر لور پرمختگ کړی دی او د البغیلیة، په نوم سیمه یې نیولي ده. زیاته شوې ده چې یوازې په دغه ځای کې تر ۶۰ زیات کسان وژل شوي دي.

د سوریې دولتي خبري آژانس صنعا، رپوت ورکړی دی چې اسلامي دولت، ډلې یوه «ډله ییزه وژنه» تر سره کړې ده او د البغیلیه ملکي کسان یې وژلي دي. خو نوموړي خبري آژانس زیاته کړې ده چې د تندلارو اسلامپالو د پرمختگ مخه نیول شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې د ځایي تلویزونونو له لوري تر ۲۵۰ د زیاتو ملکي کسانو د وژل کیدو خبره کیږي.

د لندن مېشته بشري حقونو د څار سوریایي سازمان په وینا «اسلامي دولت» ډله اوس د دیر الزور پر ۶۰ سلنې برخې واکمني لري. خو د کړکیچ په سیمو کې د گیچ کوونکي وضعیت له کبله له آزادو سرچینو څخه د دغسې معلوماتو ارزول ستونزمن کار دی.

«د اسلامي دولت ډلې، پرمختگ پر شا تمبول شوی»

د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان پر دې سربیره د سوریې له شمالي ولایت حلب څخه د سختو جگړو رپوټونه ورکړي دي. زیاته شوې ده چې د الباب ښار ته څیرمه پر یوه پوځي اډه باندې د نوموړې ډلې برید پر شا تمبول شوی او د دغې ډلې لږ تر لږه ۱۶ جنگیالي وژل شوي دي. د دغو معلوماتو له مخې د سوریې حکومتي ځواکونه د روسۍ جېټ الوتکو له ملاتړ څخه برخمن ول. همداشان د سوریې دولتي تلویزون هم خبر ورکړی دی چې حکومتي قطعاتو د اسلامي دولت، برید پر شا تمبولی دی.