1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسلام آباد ته نژدې چاودنې ۲۳ کسان ووژل

سید ریاض (رویټرز)۱۳۹۳ فروردین ۲۰, چهارشنبه

د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته څیرمه په سبزي منډيي کې یوه بمي برید لږ تر لږ ۲۳ تنه وژلي او شاوخوا ۳۹ تنه نور یې ټپیان کړي دي. دغه شمیر پولیسو او روغتیايي کارکوونکو تائید کړی دي.

https://p.dw.com/p/1Be9j
انځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

دغه بمي چاودنه د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴ کال د اپریل میاشتې ۹مه) سهار اسلام آباد ته څیرمه د روالپنډۍ ښار په سبزي منډيي کې هغه وخت رامنځ ته شوه چې سوداگر د ترکاري او میوې د خرڅلاو له پاره راټول شوي ول. د پولیسو د وینا له مخې دغه بم د میوې په یوه کریټ (کارتن) کې ځای پر ځای شوی وو.

د دغه بازار یوه کارکوونکي چې خپل نوم یې شاهد، ښوولی دی د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي «چې د انسانانو د بدن غړي پر هر لوري پراته ول او آن د خلکو پر سرونو ولگیدل». د گوهر خان په نوم یوه تن دوکاندار نوموړي خبري آژانس ته ویلي دي چې هغه تر ۱۵ زیات جسدونه لیدلي دي.

د پاکستان میډیکل ساینسیز له انستیتیوت څخه ډاکټر جاوید اکرم قاضي، دا خبره تائید کړې ده چې روغتون ته د ۱۸ کسانو جسدونه وروړل شوي دي. د هغه په وینا پولیسو روغتون ته د نورو پنځو جسدونو او د زخمیانو د وروړلو خبر هم ورکړی دی.

د پولیسو د وینا له مخې په دغه بمي برید کې لږ تر لږه ۳۹ تنه ټپیان شوي هم دي. د پاکستان د پوځ عمومي مقر هم د راولپنډۍ په ښار کې چې د پلازمینې اسلام آباد خوا ته پروت دی، موقعیت لري. خو دغه برید د پوځ له مرکز څخه ډیر لیرې تر سره شوی دی او لا تر اوسه یې هم هدف څرگند نه دی.

لا تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستی. د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان، په نوم د طالبانو د ډلې تر منځ د سولې خبرې اترې تر سره کیږي او د اپریل د میاشتې تر لسمې نیټې پورې پاکستاني طالبانو د اوربند موده غځولې وه، خو د طالبانو پر دغې ډلې سربیره په پاکستان کې د یاغیانو نور گروپونه هم شته.

پاکستاني طالبان د خپلو سلگونو بندیانو د آزادیدو غوښتنه کوي او د افغانستان پولې ته څیرمه د پاکستان له یو شمیر قبایلي سیمو څخه د پاکستاني پوځ وتل غواړي.

مسعود جهش