1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسلام آباد: د نشه يي توکو له امله محصلین طبي معاينه کيږي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۰, پنجشنبه

د اسلام آباد په تعلیمي ادارو کې د لومړي ځل له پاره د نشه يي موادو او تنباکو د استعمال د بشپړ مخنیوي له پاره د محصلینو د طبي معایناتو بهیر پیلیږي. چارواکي وايي په تعلیمي ادارو کې د نشه يي موادو استعمال ډیر شوی.

https://p.dw.com/p/2xUDh
Pakistan Haschisch
انځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

په اسلام آباد کې له نشه يي توکو سره د مبارزې مشر ډاکټر سلطان اعظم تیموري د محصلینو د طبي معایناتو د بهیر د اعلانولو پر مهال وویل چې د ښار په تقریباً ټولو تعلیمي ادارو کې محصلین ورو ورو د نشه يي توکو او سيگرټو ښکار کیږي. د نوموړي په وینا له دې ناوړه کار څخه د محصلینو د مخنیوي له پاره یې په دې اقدام لاس پورې کړی دی.

ډاکټر تیموري په دې اړه دویچه ویله ته وویل چې د دې بهیر د بریالیتوب له پاره باید د محصلینو والدین د پولیسو له چارواکو سره مرسته وکړي. د  نوموړي په وینا د تعلیمي ادارو زده کوونکو ته د نشه يي توکو د رسولو او د کارونې په برخه کې د اسلام آباد د پولیسو په مشرۍ د طبي معایناتو په دې هڅې سره ښايي د نشه يي توکو د استفادې په برخه کې د پام وړ بدلون راشي.

سربیره پر دې پولیسو د نشه يي توکو د مخنیوي په موخه د تلیفون یوه ځانګړې شمیره هم فعاله کړې چې خلک او زده کوونکي کولی شي چې په تعلیمي ادارو کې د نشه يي توکو د کارونې په هکله له چارواکو سره معلومات شریک کړي.

په پاکستان کې فعالیت کوونکې د یوه نادولتي سازمان د سروې د معلوماتو پر اساس د اسلام آباد په شاوخوا ۵۳ سلنه تعلیمي ادارو کې نشه يي توکي استفاده کیږي. د سروې د معلوماتو له مخې په تعلیمي ادارو کې زیاتره هیروین، ترياک، چرس او د خوب ګولۍ کارول کیږي.

د یاد سازمان له خوا د راټولو شوو معلوماتو پر اساس د اسلام آباد په لیري پرتو دولتي تعليمي ادارو کې بیا له ۷ نه نیولې تر ۸ سلنه محصلین معتاد دي او بیا په ښوونځیو کې دغه کچه له یوه تر دوو فیصدو پورې رسیږي.

د یاد سازمان مشري ډاکټر ماریه سلطان، په دې هکله ویلي دي چې په نشه يي توکو اخته کیدل ورو ورو د ټول پاکستان په تعلیمي ادارو کې د پراخیدو په حال کې دی. هغه زیاتوي چې د نوي نسل په تباهۍ کې داخلي او بیروني غښتلي عناصر شامل دي.

Drogenmissbrauch in Pakistan - Konfiszierte Drogen
انځور: Banaras Khan/AFP/Getty Images

بل لوري ته د پاکستان د سنا یو غړی رحمن ملک وايي چې په تعلیمي ادارو کې د محصلینو په دومره ستره کچه اعتیاد د یادو ادارو د چارواکو له ښکیلتیا پرته امکان نه لري. هغه وړاندیز کوي چې د پاکستان د مخدره توکو پر ضد د مبارزې اداره او همدا راز سیمه ایز حکومتونه باید د تعليمي ادارو پر چارواکو هم خپل څار ډیر کړي، څو محصلینو ته د نشه يي توکو د لیږدولو عناصر وپیژندل شي او پر وړاندې یې قانوني اقدامات او یا عبرتناکه سزا ورکړل شي. نوموړي همدا راز وړاندیز کړی چې هغه تعلیمي ادارې چې زده کوونکو او محصلینو ته د پاک چاپیريال په برابرولو کې پاته راشي، باید جریمه کړل شي.

په ۲۰۱۳م کال کې د نشه يي توکو په برخه کې د ملګرو ملتونو دفتر په پاکستان کې د نشه يي توکو د کاروونې په هکله یو رپوټ خپور کړی وو. په دې رپوټ کې راغلي ول چې په پاکستان کې په مجموعي ډول ۶۷ لکه پاکستانیان کله ناکله بیلابیل نشه يي توکي کاروي. په رپوټ کې د پاکستان د معتادینو شمیر تر ۴۰ لکو زيات ښوول شوی وو.

د یاد رپوټ په حواله په پاکستان کې شاوخوا ۸ لکه خلک هیروین او دوه لکه بیا په اپینو اخته شوي دي. په رپوټ کې همدا راز زیاته شوې ده چې پاته نور کسان بیا چرسو، بنګو او د پیچکارۍ له لارې نشه يي توکي کاروي. په رپوټ کې د په نشو اخته ښځو شمېر ۲۸ سلنه ښوول شوی. رپوت همدا راز زیاته کړې ده چې په پاکستان په کلني ډول ۲۰ ټنه هیروین او ۱۳۲ ټنه ترياک استعاملیږي.

زموږ له ارشيف څخه: