1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسلام او آلمان ـ د يوې جملې تاريخ

۱۳۹۹ مهر ۴, جمعه

د اسلام په تړاو د آلمان د پخواني ولسمشر کرستيان وولف يوې جملې لس کاله مخکي سخت بحثونه راوپارول. نن بحث پر کوم لور روان دی؟

https://p.dw.com/p/3j0VF
Symbolbild | "Antimuslimischen Rassismus"
انځور: imago images/IPON

د آلمان پخواني ولسمشر کرستيان وولف د ۲۰۱۰ کال د اکتوبر مياشتي په دريمه نېټه د آلمان د بیا یو ځای کېدو د شلمي ياد ورځي په ترڅ کي وویل: «اسلام اوس له آلمان سره هم تړاو لري.» وولف په خپلې دغې څرګندونې سره يو داسي بحث پېل کړ چي په آلمان کي تر نن پوري ادامه لري. که له يوې خوا دغې جملې پر يو اړخ حيرانتيا رامنځ ته کړه، نو پر بل اړخ د مننې او امتنان لامل هم سوه. دغه جمله د زياتو تلاښ کوونکو تحرکاتو لامل هم وګرځېدله.

دا يوه ستونزمنه پروسه ده: په آلمان کي په میلیونونو مسلمانان ژوند کوي چي پکښي داسي هم شامل دي چي دويم، دريم يا حتی څلورم نسل يې دلته رالوی سوی دی. خو د هغه باوجوده په آلمان کي د مسلمانانو ادغام ځنډنی او د خنډونو سره مل دی. د آلمان د ګيوتينګن ښار سره تړاو لرونکې د اسلامي چارو کارپوهه ريم شپيل هاوس وايي چي کرستيان وولف لس کاله تر مخه په خپله ياده مشهوره جمله سره يوې ډيري مهمي موضوع ته د خلکو پام واړاوه. د شپيل هاوس په وينا له هغه وخت راهيسي په آلمان کي «ډېر څه وسول». خو د دغې کارپوهې په وينا له ۲۰۱۶ کال راهيسي خبري اتري او پروسې د رکود سره مخامخ دي. شپيل هاوس وايي چي «په جزوي توګه حتی پر شاتګونه تر سترګو کيږي». د اسلامي چارو دغې کارپوهې يادي څرګندونې په برلين کي د رسنيو د ادغام په تړاو يو حلقوي بحث کي وکړې.

Bundespräsident Christian Wulff Deutsche Einheit Rede
لس کاله مخکي د کرستيان وولف وينا پراخ بحثونه رامنځ ته کړلانځور: picture alliance/dpa

خو په کومو برخو کي پرمختګونه وسول؟ خنډونه څه دي؟ د آلمان حکومت په ټول هيواد کي یوازې ډيرو کمو دغو سوالونو ته جوابونه ويلای سي. د بېلګي په توګه د مسلمانانو له پاره د نظامي مذهبې روحیې د ملاتړ په موضوع کي. شپيل هاوس د نورو موضوعاتو په تړاو د توضيحاتو ورکولو پر وخت وويل چي د آلمان فدرال آیالتونه بيلي قانوني لاري خپلوي چي د مسلمانانو ټولنيز او کلتوري فعاليتونه مستحکمه سي. هغې د مسلمانانو له پاره د اسلامي اصولو سره برابر د مړو د ښخولو له پاره د ځانګړو هديرو، د اسلامي اخترونو په ورځ د رخصتۍ اخيستلو امکان، د مسلمانانو له پاره په روغتونونو او بنديخانو کي د ديني اروا پوهانو د مرستې او مشاورت ترلاسه کولو امکان او په پوهنتونونو کي د اسلامياتو د مضمون موضوعاتو ته اشاره وکړه. د هغې په وينا د ايالتونو تر منځ تر ټولو ښکاره فرق په ښوونځي کي د اسلام د مضمون د تدريس په هکله موجود دی.

شپيل هاوس تيرو کالونو ته په کتلو سره په آلمان کي حقوقي بدلونونو ته په مثبته توګه ګوري. د هغې په وينا کله چي په آلمان کي محکمې په بنيادي توګه د ديني موضوعاتو سره سروکار لري، نو مخ په زياتېدونکې توګه ډېر کم وختونه له «دولتي کليسايي قانون» څخه خبره کيږي. بلکه پر ځای يې مخ په زياتېدونکې توګه له «ديني اساسي قانون» يادونه کيږي. دا په دې معنی چي پر «کليسا» ټينګار کم سوی او پر «دين» زيات سوی دی چي تر لاندي ټول اديان راځي.

Prof. Dr. Riem Spielhaus, Islamwissenschaftlerin
انځور: د اسلامي چارو کارپوهه ريم شپيل هاوسانځور: Georg-Eckert-Institut

شراکت خو له چا سره؟

د عيسويت او نورو اديانو په پرتله د اسلام يوه ځانګړتيا دا ده چي په دغه دين کي ديني مراتب يا مشرتابه نسته. د آلمان سياستوال د مسلمانانو د لويو سازمانونو سره شراکت ته زړه نه ښه کوي ځکه چي پر دغو سازمانونو د بهرنيو اثراتو او نفوذ څخه بيره لري. د بېلګي په توګه د مسلمانانو د «ديتيب» سر سازمان چي په ټول آلمان کي ګڼ شمېر مسجدونه او د مسلمانانو کلتوري ټولنې لري، د ترکيې له خوا تمويليږي. شپيل هاوس وايي چي د ځینو سازمانونو په هکله شک لري چي هغوی استازيتوب کولای سي. دغه بېلتون يا په مثبته توګه که وويل سي، په آلمان کي د مسلمانانو د ژوند دغه بېلابېلوالی د سياسي ملاحظاتو ورهاخوا بعضي وختونه د آلماني اسلام کانفرانس په عامه غونډو کي هم احساسيږي. دا هغه وخت کله چي بېلابيل مذهبي اړخونه يا سازمانونه تنقيد کوي او يو د بل سره خپل د نظر اختلاف څرګندوي.

ياد بېلابيلوالی د تيرو کالونو د هغه رکود يو لامل هم دی چي د پرمختګ په لاره کي رامنځ ته سوی دی. کله چي لوی سياست د سازمانونو سره سروکار لري بيا هر څه متوقف معلوميږي. د بېلګي په توګه دغه ستونزه هغه وخت بيا راڅرګنده سوه کله چي د آلمان د بهرنيو چارو وزارت د روان کال په جولای مياشت کي وغوښتل چي مسلمانه وکيله نورهان سويکان د مشاورينو په خپله هغه ډله کي شامله کړي چي د «دين او بهرنيو چارو سياست» تر نوم لاندي کار کوي. خو کله چي «په آلمان کي د مسلمانانو مرکزي شورا» يا (ZMD) پر سراتحاديې باندي سختي نيوکي وسوې چي ياده وکيله يې عمومي منشي ده، نو د بهرنيو چارو وزارت بېرته له يادي نومونې څخه پر شا سو. له هغه راهيسي د ديني شاليد لرونکو مشاورينو موضوع متوقفه پاته ده..

Nurhan Soykan
د مشاورې په توګه د نوهان سويکان وړانديز د نيوکو سره مخ سوی ووانځور: DW/M. von Hein

دا چي بيا هم په تيرو کالونو کي د يادو خنډونو باوجود په ځینو ساحو کي پرمختګونه وسول، لامل يې پراګماتيک سياسي چلند وو: دغه چلند دا وو چي د مسلمانانو رسمي سر سازمانونه نه بلکه په ځانګړو پروګرامونو کي د مسلمانانو رانغښتلو ته لومړيتوب ورکول کيږي.

د آلمان د نارد راين ويستفالن ايالت د ادغام دولتي وزيره، سيراپ ګيولر، د ۲۰۱۹ کال په منځ کي د رامنځ ته سوې «د مسلمانانو د مشارکت د ادغام مرکز» د پراګماتيک سياسي چلند د يوې بېلګي په توګه يادوي. د هغې په وينا دغه مرکز دمګړۍ د تقريبا ۲۰۰ اتحاديو سره همکاري لري. دغه چارواکې د همکارو اتحاديې په تړاو د «بېلابېلوالي او رنګارنګي» څخه خبره کوي. هغه د مثال په توګه د مسلمانانو د يو کارنيوال اتحاديې، د څارندويانو د اتحاديې او په زياته د مشارکتي ډلو يادونه کوي. د هغې په وينا سياست غواړي دغه قوتونه «قوي» کړي..

Deutschland PfadfinderInnen vom Bund Muslimischer Pfadfinder und Pfadfinderinnen Deutschlands BMPPD in Frankfurt am Main,
د مسلمانو څارندويانو د اتحاديې غړيانځور: DW/M. Von-Hein

پرته د سراتحادیو څخه

دينيس صديق کيرشباوم په ياده موضوع کي حتی يو قدم مخ په وړاندي ځي. نوموړی له ۲۰۱۹ کال راهيسي د (JUMA) په نوم سازمان مشر دی. ياد نوم په آلماني ژبه د «ځوان، مسلمان، فعال» لنډيز دی. د کيرشباوم په وينا د دغه سازمان غړي ځوانان دي چي د بيلو اسلامي اړخونو سره تړاو لري خو ځانونه آلمانان احساسوي او غواړي چي مشارکت ولري. د دغه ځوان په نسل کي د مسلمانو اتحاديو مطرحوالی ختم سوی دی او بعضي ځوانانو حتی ځانونه له سراتحاديو څخه بېل کړي دي. کيرشباوم وايي چي د مسلمانو ځوانانو ۱۶ داسي اتحاديې چي غيرمذهبي دي، غواړي په راتلونکي کي په يوه سراتحاديه کي سره راغونډ سي چي «يو ږغ» ولري.

خو بيا هم بنيادي وضعيت د مغلقېدو پر لار روان ښکاري. د شپيل هاوس په وينا له لويو ننګونو څخه يوه هم «په آلمان کي نه يوازي د دين په هکله شکونه او مخ په پراخېدونکې توګه اسلام ضد فضا» ده. هغه وايي چي د دې تر څنګ د کليساؤ په پرتله اسلامي سازمانونه «لږ اقتصادي او پرسونل امکانات، منابع او تخصص لري».

د فبرورۍ مياشتي هغه خونړۍ پېښه چي په ترڅ کي يې يو توکمپال/نژادپرست په هاناؤ کي ۹ مهاجر ووژل، دغه هيواد او پکښي هغه انسانان چي له لسيزو راهيسي اوسيږي غيرمطمئن کړل. د آلمان د کورنيو چارو وزير هورسټ زېهوفر يوه اونۍ تر مخه «د مسلمانانو ضديت په تړاو د کارپوهانو خپلواکه حلقه» رامنځ ته کړه. په دغه حقله کي به ۱۲ کارپوهان د سياست سره مرسته او مشاورت کوي.

ک.ش./ا.ا./س.ر.