1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

اسلام د همجنسبازي په اړه څه وايي؟

۱۳۹۸ خرداد ۱۳, دوشنبه

د اسلامي علومو يو شمير پوهان په دې لټه کې دي چې د مسلمانانو په منځ کې د همجنسبازي پديدې په اړه د خبرو اترو دروازه پرانيزي. په آلمان کې د اسلامي علومو کارپوه داکتر مرتضی، وايي چې مسلمانان بايد په دې اړه بحثونه وکړي.

https://p.dw.com/p/3JkHS
LSBTI-Rechte in Lateinamerika
انځور: Getty Images/AFP/R. Arboleda

د همجنسبازي پديده د وخت په تيريدو سره په ډيرو لويديځو هيوادونو کې په يو عادي امر د بدليدو په حال کې ده. خو د مختلفو اديانو مذهبي ډلې لا تر اوسه د دغې پديدې په اړه مخالفتونه لري. په دغو اديانو کې د مسلمانانو مذهبي ډلې هم همجنسبازي يو تابو، غيرعادي او غیراخلاقي عمل ګڼي.

همجنسبازان په اکثرو اسلامي هيوادونو کې زورول کیږي. ځينې دغه هيوادونه آن همجنسبازي ته ورته چلن جرم ګڼي چې عاملان يې مجازات او حتي اعدامیږي. دا په داسې حال کې ده چې د وخت په تیریدو سره د همجنسګرایي موضوع په ځانګړې توګه د هغو مسلمانانو په منځ کې چې په لویدیځو هیوادونو کې دي، په یوې تودې موضوع باندې بدلیږي.

د همجنسبازانو د حقونو د مدافع سازمانونو په وينا د هغو کسانو په ډله کې چې د اروپا د مهاجرت کړکیچ پر وخت له اسلامې هيوادونو څخه اروپا ته مهاجر شوي ډير شمير په کې همجنسبازي سره ميلان لرونکي کسان هم شته.

يو شمير اسلامي څيړونکي په ځانګړې توګه هغه چې په لويديځ کې اوسيږي، په دې هڅه کې دي چې په دې اړه د خبرو اترو او بحثونو دروازې پرانيزي. دوي په دې باور دي چې هغه اسلامې منابع چې پر اساس یې د همجنسبازي پديده مردود ګڼل شوې، په ناسمه توګه تعبير شوي دي.

که څه هم داکتر محمد سمير مرتضی، په دې باور دی چې په قرآن شريف کې د همجنسبازي په اړه څه نه دي ويل شوي، خو ډير شمير روحاني مسلمانان په دې عقيده دي چې په قرآن شریف کې د «لوط قوم روايت» ‌ذکر، همدغې پديدې ته اشاره ده.

داکتر مرتضي د آلمان په ماينس ښار کې د فريدريش نويمن بنسټ او يو شمير نورو آلماني ادارو له خوا د «اسلام او همجنسبازي» په اړه د بحث په جوړه شوې غونډه کې وويل: «کله چې د همجنس بازۍ په اړه خبرې کوو، موږ د منځنۍ پيړيو متونو د «لوط داستان» ته رجوع کوو. خو له هغه ځايه چې د لوط روايت د همجنسبازي په اړه نه دی او «دوه جنسه ميلان» او «جنسي تاوتريخوالي» ته اشاره کوي، موږ بايد په اسلامي ټولنو کې له همجنسبازانو سره د چارچلن کولو پر څرنګوالي خبرې وکړو ... [همجنسبازان] عبادت کوي، روژې نيسي، حج ته ځي، زکات ورکوي، پر خدای، ملائيکو، پيغمبرانو، د قران پر آياتو او د قيامت پر ورځې باور لري. آيا نو په دې سره هغوی مسلمانان نه دي؟ نو په کار ده چې په دې اړه بحث وشي.»

Dr. Mohammad Sameer Murtaza Islamwissenschaftler
ډاکټر محمد سمیر مرتضي د اسلامي علومو پاکستاني الاصله آلماني څیړونکیانځور: DW/N. Ahmadi

داکتر مرتضی په دې باور دی چې د انسانانو جنسي تمایلات د هغوی په انتخاب نه دي او خدای هغوی همدا ډول هست کړي دي. هغه د اسلام دين له علماو څخه غواړي چې د دغې موضوع په تړاو بحثونه وکړي.

د اسلامي علومو کارپوه داکتر محمد سمير مرتضي وايي: «زه فکر کوم چې موږ بايد د اسلامي متونو ډير عمق ته وردننه شو او په ښه قوت سره دا مسئله روښانه کړو چې آیا دا درسته ده چې همجنسبازان بايد محکوم کړو؟»

مرتضی دغه پوښتنه پر دې موضوع له تاکید سره مطرح کوي چې انسانانو جنسي تمایل د هغوی په لاس کې نه دی او په طبیعي ډول هغوی مخالف یا ورته جنس ته لیوالتیا لري. هغه زیاتوي: «انسان په همدې ډول د خدای له خوا خلق کيږي. کله چې خدای پر حقه دی او انسان يې له دا ډول مشخصې سره هست کړی، نو بيا موږ ته په کار ده چې هغوي وزغمو او وېې منو. بايد په دې اړه په اسلامي ټولنو کې بحثونه وشي.»

د اسلامي کارپوهانو په منځ کې يوه اجماع موجوده ده چې انسانان په طبيعي ډول مخالف جنس ته تمایل لرونکي دي. د دوي له خوا د همجنس بازي پديده له قانون څخه انحراف او يو غيراخلاقي عمل ګڼل کیږي. هغوي په مجموع کې همجنس بازۍ ته تمايل لرونکي ټول حرکات غیرقانوني او نامشروع ګني.