1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسلام، عيسويت او يهوديت په برلين کي تر يوه چت لاندي

۱۳۹۸ شهریور ۲۶, سه‌شنبه

د آلمان په پلازمېنه برلين کي د یوې داسي ودانۍ کارونه پېليږي چي پکښي به مسجد، کليسا او کنيسه يوځای موجود وي.

https://p.dw.com/p/3PisL
Deutschland Berlin House of One
انځور: DW/C. Strack

د برلين په مرکز کي به «د احد کور» (Hous of one) يوه بېساري ودانۍ په راتلونکو څلورو يا پنځو کلونو کې (په ۲۰۲۳ يا ۲۰۲۴ کال) ګټه اخيستني ته وسپارله سي. په دغه ودانۍ کي به پر يو ځای هم مسجد، هم کليسا او هم کنيسه ځای ولري.

دغه ودانۍ به د پخواني شرقي المان په هغه سیمه کي جوړه سي چي پخوا د »پېتري کيرشه« په نوم کليسا ولاړه وه. د دغې نوي ودانۍ د بنسټ ډبري د ايښودلو مراسم د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د سپتمابر ۱۶مه نېټه) تر سره سول.

په ټوليزه توګه د دغې پروژې له پاره ۴۷،۲ ميليونه يورو مصارف په پام کي نيول سوي دي. ياد مصارف به د برلين ايالت د مرکزي حکومت له بوديجې او په همدې شان د بسپنو له لاري پوره کړل سي.

د دغې بې ساري ودانۍ د بنسټ ډبري د ايښودلو پر وخت د درو واړو اديانو راغلو استازو وويل چي دغه ودانۍ به د دوی د يوځای کښېنستلو او رغنده تماس نيولو يو مرکز وي. دغو ګډونوالو پر دې ټينګار کاوه چي دا ډول يو ځای تر نورو ټولو وختونه دمګړی اړين دی.

يوه يهودي عالم رابينر اندرياس ناچاما دغه ودانۍ د »متقابل احترام کور« وباله. يو ملا امام قدير سانچي بيا دغې ودانۍ ته د »رڼا د ځای« خطاب وکړ. د پروتستانت عيسوي کليسا يو استازي کشش اندرياس هوهبېرګ بيا وويل چي »دا داسي يوه ودانۍ ده چي هڅه به پکښې کيږي چي د امکان حدونه وازمويل سي«.

خو دغه ودانۍ يوه له شخړيزه پروژو څخه هم ده. د مسلمانانو په استازيتوب کومه ډله چي په دغه پروژه کي برخه واله ده، هغه په امريکا کي ميشت د ترکي واعظ فتيح الله ګيولن غورځنګ ته نژدې بلله کيږي. دغې ډلې ته په ترکيه کي د ترهګرۍ ډلې په توګه کتل کيږي. ولسمشر رجب طيپ اردوغان پر ګيولن او د هغه پر غورځنګ تور لګوي چي په ترکيه کي د ۲۰۱۶م کال په جولای مياشت کي تر سره سوي نظامي کودتا د هڅې تر شا يې لاس ؤ. خو ګيولن دغه تورونه په سخته ردوي.

DPA/A.A./N.Z.