1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اشتون کارتر: امریکا افغانستان یوازې نه پریږدي

۱۳۹۴ مهر ۲۳, پنجشنبه

د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارتر د چهار شنبې په ورځ وویل چې هیواد به یې په افغانستان کې تر ۲۰۱۶ کال وروسته هم ډیر شمیر سرتیري وساتي. تر دې مخکې ولسمشر اوباما ویلي وو چې په افغانستان کې خپلو سرتیرو شمیر کم کړي.

https://p.dw.com/p/1Gof2
انځور: Reuters/C. Kaster

امریکا متحده ایالاتو تر دې مخکې پلان کړې وه چې د ۲۰۱۶ کال تر پای پورې به په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر ۱۰۰۰ تنو راټیټ کړي. اوس مهال په افغانستان کې د امریکا ۱۰۰۰۰ سرتیري میشت دي.

د امریکا د دفاع وزیر ویلي دي چې هیواد یې باید په افغانستان کې د موجودو شرایطو له مخې له دې هیواد څخه د وتلو پالیسې جوړه کړي. تر دې مخکې د آلمان په کډون د ناټو نورو غړو هیوادونو هم غوښتنه کړې وه چې له افغانستان څخه باید د دې سازمان سرتیري په چټکي و نه ایستل شي.

ولسمشر اوباما چې تر دې مخکې غوښتل د ۲۰۱۶ کال تر پایه پورې په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر یوازې د دیپلوماتیکو ماموریتونو د ساتنې کچې ته ورسوي، تر نیوکو لاندې راغلی وو.

د افغان امنیتي ځواکونو په اړه اندیښې تر هغه وروسته ډیرې شوې چې طالبانو دوه اوونۍ مخکې د کندز ښار مرکز ونیوه او د څو ورځو له پاره په دې ښار کې د افغان ځواکونو پر ضد وجنګیدل.

کارتر په واشنګټن کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «دا ډیره مهمه ده چې موږ دغه خبرې وکړو ځکه هغه تعبیر چې موږ افغانستان یوازې پریږدو د غلط ثابتیدو په حال کې دی.»

دغه امریکا چارواکي ټینګار وکړ: «موږ افغانستان یوازې نه پریږدو، موږ دا کار نه شو کولای. که موږ دا کار وکړو نو موږ به تر اوسه پورې له خپلو بریالیتوبونو څخه ګټه نه وي اخیستې.»

ناټو له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې پوځي حضور لري. په دې هیواد کې د ناټو پوځي ماموریت د ۲۰۱۴ کال په پای کې ختم شو او اوس د دې سازمان پوځیان د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه بوخت دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب