1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اشرف غني :امريکا بايد په افغانستان کي حکومتوالۍ ته ځير شي

۱۳۸۸ اردیبهشت ۴, جمعه

د افغانستان د 34 ولايتو څخه بايد8 يې د نمونې په ډول وټاکل سي چي سړی هغو ته د اصلاحاتود «لابراتوارونو »نوم ورکولای سي...

https://p.dw.com/p/Hd2P
د ماليې پخوانی وزير اشرف غني
د ماليې پخوانی وزير اشرف غنيانځور: picture-alliance / dpa

د افغانستان د ماليې یوه پخواني وزير، وړمه ورځ وويل ، د جمهور رييس اوباما اداره بايد په افغانستان کي د ياغيانو پرضد د جګړې ستراتيژي له هغو هڅو سره يو ځای کړي چي په دې هيواد کي د حکومتوالۍ وضعيت ورغول سي . اشرف غني چي د افغانستان د اسد(زمري) د مياشتي د جمهوري رياست د کانديدانو له جملي څخه شميرل کيږي، وړمه ورځ په واشنګتن کي د اتلانتيک د شورا نومي يو څيړنيز مرکز ته په وينا کي د اوباما له ستراتيژۍ څخه چي په افغانستان کي د ثبات د ټينګلو دپاره يې د يو دوهم چانس په حيث تر لاس لاندي نيولې ده ،ستاينه وکړه.

دبين امللي وجهي صندوقاو د ملګرو ملتو دغه پخواني چارواکي وويل: « په دغه وخت کي د نورو ځواکونو استول يو ډير تشويقي او يو لوی اقدام دی . »

اشرف غني چي د اتلانتيک شورا نومي څيړنيز مرکز ته د افغانستان په هکله د يوه رپوټ مؤلف دی وويل، « خو د ځواکونو استول په خپل ذات کي د شخړي حل ته سم جواب نه دی . دايوازي سترتيژي ده چي له هغو څخه کار اخيستل کيږي ، اصلأ خبره پرستراتيژۍ باندي ده . »

ده وويل، « د سرتيرو زياتوالی بايد د بغاوت ضد يوې ستراتيژي سره ارتباط ورکول سي، هغه يوه ستراتيژي چي په څلورو مهمو ساحو کي له نوو هڅو څخه ملاتړ وکړي تر څو د افغانستان د دولت د حکومتوالۍ ظرفيت ورباندي ودان شي. »

غني وويل،لومړی لوی امتحان اوس دا دی چي په افغانستان کي په قانوني ډول انتخابات سرته ورسول سي، او داسي يو حکومت يې په نتيجه کي رامنځ ته سي چي د خلکو دواقعي ارادې څخه استازيتوب وکړي.

دوهم داچي بين امللي ټولنه بايد داسي يوه ستراتيژي جوړه کړي تر څو هغه حالت ته تغير ورکړي چي، ددوی پر مختيايي او ملکي مرستي په افغانستانکي ضايع کوي او د مرسته کونکو هيوادو پيسې پرته له حساب او کتاب څخه د خارجي کارپوهانو او قرارداديانو جيبو ته اچوي .

غني وويل دريمه موضوع د يوه نوي ملي پروګرام جوړول دي . د کلو او بانډو لپاره د ملي پيوستون پروګرام او د ملي مخابراتو شبکې ته ورته يو پروګرام چي په نسبي ډول بريالی ګنل شوی دی.

او څلورم د افغانستان له 34 ولايتونو څخه بايد8 يې د نمونې په ډول وټاکل سي، چي سړی هغو ته د اصلاحاتود «لابراتوارو »نوم ورکولای سي.

اشرف غني وويل، «که چيري مونږ وکولای سو چي په اتو ولايتو کي برياليتوب ښکاره کړو، نوموږ به د بغاوت په وړاندي هم بريالي سو »

د اتلانتيک شورا ته د اشرف غني د رپوټ عنوان دی : « دافغانستان دپاره لس کلن کاري چوکاټ » .

RTRE/ باري حکيم

کتونکی : محمد قاسم نوري