1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اشرف غني د افغانستان نوی ولسمشر اعلان شو

مسعود جهش۱۳۹۳ شهریور ۳۰, یکشنبه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یکشنبې په ورځ ډاکټر اشرف غنی احمدزی، د افغانستان د دوهم پړاو ولسمشریزو ټاکنو د گټونکي په توگه اعلان کړ خو د دواړو کاندیدانو د رایو سلنه یې اعلان نه کړه.

https://p.dw.com/p/1DGVB
انځور: W.Kohsar/AFP/GettyImages

د ټاکنو خپلواک کمېسیون دغه پایلې د ټولو رایو د ارزولو او بیا شمیرل کیدو وروسته اعلان کړې او د رایو ټول محلونه د نړیوالو او ملي ناظرینو له لوري وارزول شول. د ټاکنو د پایلو له مخې اشرف غني احمدزی به د افغانستان راتلونکی ولسمشر وي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني، د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې اشرف غني احمدزی، د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د دوم پړاو گټونکی دی. هغه همداراز روښانه کړه چې په راتلونکې ټاکنو کې به ولسمشرۍ ته بل نوماند عبدالله عبدالله، د اجرايي ریاست دنده پر غاړه ولري.

نورستاني وویل: «د ټاکنو خپلواک کمیسیون ښاغلی اشرف غني احمدزی د افغانستان د ولسمشر په توگه اعلانوي. او په دې ترتیب سره د ټاکنو بهیر پای ته ورسید.»

نورستاني په خپلو خبرو کې روښانه نه کړه چې اشرف غني او د هغه سیال څومره رایې گټلي دي خو هغه ټینگار وکړ چې د رایو د تفتیش په پایله کې د دواړو نوماندانو په سلونو زره رایې باطلې شوې دي.

نورستاني د ټاکنو د پایلولو د اعلانولو پر مهال وویل: «د ۱۱۹۹۴۵ محلونو رای با اعتباره گڼل شوي دي. په ۱۲۶۰ محلونو کې د دوهم پړاو پایلې باطلې کړای شوي دي. په ۹۵۷۷ ټاکنیزو محلونو کې رای بیا وشمیرل شوې. د شکایتونو د ثبتولو د وخت له پای ته رسیدو سره او د دواړو نوماندانو د سلونو زره رایو تر باطلیدو وروسته، په افغانستان کې ټاکنیز بهیر پای ته ورسید.»

نورستاني د ۱۲۶۰ محلونو د رایو د باطلیدو په هکله هم کوم ارقام وړاندې نه کړل، خو ویې ویل چې د تفتیش په پایله کې په سلونو زره رایې باطلې شوي دي. نورستاني په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې د رایو پشپړ جزئیات دواړو نوماندانو په اختیار کې ورکړل شوي دي او په یوه بل فرصت کې به د ټاکنو د کمیسیون له خوا اعلان شي.

نورستاني په عین حال کې له ټولو نړیوالو او افغان چارواکو څخه مننه وکړه چې د ملي وحدت حکومت د جوړیدو له پاره چې مشري به یې اشرف غني احمدزی د ولسمشر په توگه کوي او ډاکټر عبدالله به په کې اجرائیي رییس وي هڅې کړي دي. نورستاني یوازې د ملي یووالی د حکومت د جوړیدو پر سر توافق ته رسیدو له کبله دواړو نوماندانو ته مبارکي وویله.

تر دې مخکې د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو د ملي وحت د جوړوید له پاره په ارگ کې یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.