1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د لوړي مراسم دي پر خپل وخت تر سره سي»

حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ تیر ۱۲, پنجشنبه

د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه غوښتي دي چي وروستۍ پايلي دي له مهال وېش سره سم اعلان کړي. هغه وويل چي د لوړي مراسم بايد نه وځنډيزي.

https://p.dw.com/p/1CUpl
انځور: W.Kohsar/AFP/GettyImages

اشرف غني احمدزي د نزدې ۲۰۰۰ رايي ورکولو محلونو د تفتيش او د لومړيو پايلو د اعلان ځنډېدلو هرکلی وکړ او له خپل رقيبه ډاکټر عبدالله څخه يې وغوښتل چي د ټاکنو له پروسې سره يوځای سي.

ډاکټر اشرف غني احمدزي د چهارشنبې په ناوخته ماښام په يوه خبري کنفرانس کي وويل: «اساسي خبره دا ده چي د لوړي ورځ [د نوي جمهور رئيس د لوړي مراسم] نه و ځنډيزي او نه هم د وروستيو رايو نېټه. نړيواله ټولنه دې پايلو ته رسېدلې ده چي د افغانستان ثبات دا ايجابه وي چي وروستی مهال وېش عملي سي.»

ښاغلي احمدزي وويل په دغه وخت کي چي د وروستيو پايلو تر اعلانه پوري پاته دی د رايو د روڼوالي له پاره چي هر ډول تفتيش کيږي د هغه بايد هرکلی وسي. هغه دغه راز د ټاکنيزو شکايتونو له کمېسيون څخه وغوښتل چي ټولو شکايتونو ته رسېدگي وکړي او د ټاکنو پر پروسې باندي د خلکو اعتماد وساتي.

له سهامي شرکت سره مخالفت

په داسي حال کي چي د دغه سياسي بن بست د ختمولو له پاره خبري اتري رواني دي، اشرف غني احمدزي په زغرده وويل چي د سهامي شرکت حکومت نه جوړوي.

په روان وخت کي د افغان ولسمشر حامد کرزي مرستيال، يوناما او د يو شمېر غربي هيوادونو سفيران تلاښ کوي څو دغه رامنځ ته سوي بن بست ته خاتمه ورکړي.

ولسمشرۍ ته د دواړو کانديدانو انتخاباتي ټيمونو د يوه گډ حکومت جوړول چي د دواړو کانديدانو ترمنځ دي وېشل سوی وي، رد کړي دي.

ښاغلي احمدزي وويل: «د خلکو پر رايو باندي مو کومه معامله کړې نه ده. سهامي شرکت نه غواړو. خو دا هم روښانه کوم چي سهامي شرکت له ملي مشارکت سره توپير لري. زموږ ټيم د ملي مشارکت ټيم دی.»

د جمهور رئيس د مرستيال او يوناما د تلاښوونو په پايله کي په پلان کي ده چي دغه دواړه کانديدان يو له بله سره وويني. دواړه انتخاباتي ټيمونه پر روڼوالي باندي ټينگار کوي او وايي چي پاکي رايي بايد له ناپاکو څخه بېلي سي.

غني دغه راز وويل چي د ټاکنو ټولو قوانينو ته ژمن دی او ټاکنيزو کمېسيونونو ته احترام لري. هغه له ډاکټر عبدالله څخه هم وغوښتل چي خپل شکايتونه په قانوني مراجعو کي ثبت کړي.

اشرف غني وويل: «لومړۍ پايلي د باور د فضا سبب کيږي څو موږ مخته ولاړ سو. اميد دی چي د ډاکټر صاحب عبدالله ټيم له پروسې سره يوځای سي او خپل نظرونه له موږ سره شريک کړي، څو موږ يې تر غور لاندي ونيسو.»

جمهوري رياست ته د دواړو کانديدانو لهجه په دې وروستيو ورځو کي تغير کړی دی. تر دې دمخه دواړو کانديدانو په زغرده يو پر بل باندي نيوکي کولې، خو اوس د عبدالله انتخاباتي ټيم د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د اقداماتو ستاينه کړې او اشرف غني ويلي دي چي ډاکټر عبدالله د هغه رقيب نه بلکي همکار يې دی.