1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اشرف غني له سرتاج عزيز سره ملاقات لرل

حسين سيرت۱۳۹۳ مهر ۲۷, یکشنبه

د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز د يکشنبې په ورځ له افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي سره د ملاق له پاره کابل ته سفر وکړ. دا د پاکستان لومړی لوړپوړی چارواکی دی چي له اشرف غني سره ويني.

https://p.dw.com/p/1DYRF
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د جمهوري رياست له خوا په خپره سوې اعلاميه کي راغلي دي چي ولسمشر غني له عزيز سره د يکشنبې په ورځ تر غرمې دمخه په ارگ کي ملاقات لرل.

په اعلاميه کي راغلي دي چي دواړو خوا پر دوو اړخيزو اړيکو، امنيتي، اقتصادي او سوداگريزو مسائيلو او په افغانستان کي د سولي د ټينگښت په برخه کي د پاکستان پر رول باندي بحثونه وکړل.

افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ته ډاډ ورکړی دی چي هيواد به ئې د «تروريستانو په پټنځای» نه بدليږي. احمدزي ويلي دي چي په هيواد کي ئې سوله او ثبات د ده په اولويتونو کي دي او له تروريزم سره په مبارزه کي به هيڅ ونه درېغوي.

په اعلاميه کي راغلي دي: «جمهور رئيس ټينگار وکړ چي د سولي په برخه کي موږ بايد يوازي پر بحثونو باندي بسنه ونه کړو، بلکي عمل وکړ. هغه زياته کړه چي يو پر بل باندي د تورنو لگولو څخه بايد ډډه وسي او د باور فضا رامنځ ته کړو.»

د اړيکو ټينگښت

د پاکستان د لومړي وزير د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز په دغه ملاقات کي ويلي دي، له هغه فرصته څخه چي په لاس راغلی دی بايد گټه واخيستله سي. د پاکستان دغه چارواکي ويلي دي چي هيواد ئې ژمن دي چي له افغانستان سره پياوړي سوداگريزي اړيکي ولري.

د پاکستان د ملي امنيت سلاکار له افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي څخه غوښتي دي چي ډېر ژر پاکستان ته سفر وکړي. په اعلاميه کي راغلي دي: «د پاکستان د صدراعظم د ملي امنيت سلاکار د افغانستان د نوي حکومت د ملاتړ په برخه کي د خپل هیواد د بشپړي تياری ډاډ ورکړ او د لومړي وزير له خوا يې جمهور رئيس احمدزي ته رسمي بلنليک وسپاره، څو په يوه مناسب وخت کي ژر پاکستان ته سفر وکړي.»

د افغانستان جمهور رئيس او د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ويلي دي چي د دواړو هيوادونو چارواکي به په راتلونکې کي په امنيتي او اقتصادي برخو کي ډېر ملاقاتونه ولري.