1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اشرف غنی احمدزی: قسمي پایلې دې نه اعلانیږي

حسین سیرت ۱۳۹۳ اردیبهشت ۱, دوشنبه

د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې د دوو مخکښو نوماندانو څخه اشرف غني احمدزي، د دوشنبې په ورځ وویل چې د رایو د قسمي پایلو د اعلانولو بهیر باید ودرول شي. هغه ویلي دي چې دغه کار د خلکو ذهنونه مغشوشوي.

https://p.dw.com/p/1Bleu
انځور: DW

ښاغلي احمدزي ادعا وکړه چې دغه پایلې د پاکو او رڼو رایې د شمیرنې په پایله کې نه دي اعلان شوي. دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د خپل کاري طرزالعمل له مخې تر اوسه پورې دوه وارې د رایو قسمي پایلې اعلان کړې دي. احمدزي همداراز د ولسمشریزو ټاکنو له نوماندانو څخه وغوښتل چې له درغلیو سره په مبارزه کې جدي ووسي.

د وروستیو قسمي پایلو له مخې عبدالله عبدالله ۴۴.۴ سلنه او اشرف غني احمدزي ۳۳،۲ سلنه رایې خپلې کړې دي. اشرف غني همداراز د ټاکنو د کمیسیون له مشر څخه وغوښتل چې هغو رایو ته د پاکو خطاب و نه کړي چې تر اوسه پورې یې په اړه شکایتونه نه دي څیړل شوي. غني روښانه کړه چې رایې هغه وخت پاکي دي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون یې په اړه ټول شکایتونه وڅیړي.

پلان شوې ده چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د ثور پر څلورمه نیټه اعلان کړي.

د ائتلافي حکومت ردول

که څه هم داسې آوازې شته چې اوس په افغانستان کې د یوه ائتلافي حکومت د رامنځ ته کیدو له پاره هلې ځلې روانې دي، اشرف غني احمدزي وویل چې تر اوسه پورې یې له هیڅ یوه نوماند سره په دې اړه خبرې اترې نه دي کړي.

هغه په دې برخه کې په خاصه توگه د مخکښ نوماند عبدالله عبدالله یادونه وکړه او ویې ویل چې هغه وخت به خبرې اترې وکړي چې د ټاکنو پایلې مشخصې شي.

په داسې حال کې چې هم اشرف غني احمدزی او هم عبدالله عبدالله د ټاکنو په لومړي پړاو کې د بریا ادعا کړې وه، کارپوهان وایي چې په لومړي پړاو کې ښايي هیڅ نوماند د اکثریت رایو په گټلو و نه توانیږي او ټاکنې به په قوي احتمال دویم پړاو ته وغځیږي.

له بلې خوا بیا احمدزي دا خبره هم روښانه کړه چې د ولسمشرۍ له بل نوماند عبدالرب رسول سیاف، سره یې د ورځې پر مهمو موضوعگانو باندې خبرې کړې دي. خو هغه په دې اړه نور جزئیات ور نه کړل.

تاوتریخوالی نه کوو

اوس مهال اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله په هرات ولایت کې د ۱۰۰ زرو رایو د باطلیدو پر سر له یو بل سره د نظر اختلاف لري. عبدالله عبدالله ویلي دي چې د دغو رایو د باطلیدو په اړه به له کمیسیون سره خبرې وکړي، خو احمدزي بیا ټینگار کړی دی چې له تقلبي رایو سره باید د قانون پر اساس چلن وشي.

غني په خپلو خبرو کې ټینگار وکړ چې تاوتریخوالی به و نه کړي او هر څوک چې دغه کار ترسره کوي، د هغې ډلې پورې تړاو نه لري. هغه پر نورو نوماندانو باندې هم غږ وکړ چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي.